د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له بهر مېشتي افغان لیکوال، ژورنالېست او سیاستوال زرغون شاه شینواري سره ولیدل.
په دې لیدنه کې، ښاغلي شینواري افغانستان ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل وې ويل، د اسلامي امارت په راتګ سره په هیواد کې د امن ټغر خپور شوی او د غصب، فساد، زورواکۍ او ناانډولۍ لمن ټوله شوې ده.
هغه وویل، دوی په بهر کې د یو شمېر نورو مېشتو افغان متخصصینو، لیکوالانو او پوهانو په ملتیا هڅه کوي له اسلامي امارت سره د بهر مېشتو افغانانو او هیوادونو د تعامل، اړیکو او همکاریو لپاره زمینه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان عیني شرائط او واقعیتونه له هغو سره ډېر توپیر لري چې په بهرنیو هیوادونو کې یې خلک له ټولنیزو شبکو او رسنیو څخه اوري.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر ښاغلي زرغون شاه شینواري او د هغه ملګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د پوهانو، لیکوالانو او متخصصینو د نظرونو او وړاندیزونو هرکلی کوي.
هغه وویل، په افغانستان کې په تېرو دوو کلونو پام وړ بنسټیز کارونه او پرمختګونه شوي او د اقتصادي پیاوړتیا او رفاه لپاره هم کار روان دي.
محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو پای کې زياته کړه، اسلامي امارت له نړۍ سره مثبت تعامل غواړي او په تېرو څه باندې دوو کلونو کې یې په خپلو ټولو ژمنو عمل کړی دی.