د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي افغانستان د وز لوبې پنځم پړاؤ سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د بدنې روزنې او ورزش لوی ریاست او د وز لوبې فدراسیون له مسؤلینو او رهبري پلاوي څخه د دغو سیالیو د جوړولو له امله مننه وکړه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي، ورزش له اعتیاد څخه د مخنیوي او سالمې ټولنې د ایجاد لپاره اغېزمن وبلل زیاته یې کړه، د افغانستان اسلامي امارت مصمم دی چې د ورزش، منل شويو عنعناتو او ټولو ګټورو اعمالو ملاتړ وکړي، ترڅو زموږ هیوادوال او ځوانان له اعتیاد او دغه راز له ټولو هغو اعمالو څخه چې د افغان ملت او ټولنې لپاره پر زیان دي، مخنیوی وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د وز لوبې د دې پړاؤ په سیالیو کې ټولو ګډونوالو ټیمونو ته د بریا ترڅنګ له دوی وغوښتل چې په سالمه او دوستانه فضاء کې خپلې سیالۍ ترسره او له ناسالمو سیالیو ډډه وکړي.