د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د ملي ټلویزیون د غونډو په تالار کې، پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل د ۴۴ کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د مرغومي د شپږمې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د کابینې یوشمېر غړو، علماوو او مجاهدینو هم ګډون کړی وو.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل وغانده او د مرغومي شپږمه یې د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ یاده کړه.
هغه وویل، شوروي اتحاد پلان درلود چې په افغانستان کې کمونیستي نظام او مفکوره حاکمه او تطبیق کړي، خو افغان مجاهد ملت ته د پردیو مفکورو منل او پر افغانستان د شوروي یرغل د تحمل وړ نه و، نو پر وړاندې یې په سپېڅلي جهاد لاس پورې کړ.
نوموړي وویل، د افغانستان د مجاهدینو د سرښندنو له امله شوروي او کمونستي رژیم په افغانستان کې ماتې وخوړه؛ دا چې یو بشپړ اسلامي نظام حاکم نشو لامل یې د یوشمېر مجاهدینو د مشرانو له لوري د قدرت او واک غوښتنه وه.
هغه وویل، اسلامي امارت او افغان ولس ټولو مجاهدینو ته احترام لري او نن چې کومو مجاهدینو امریکا او ناټو ته ماتې ورکړې، یا هغه مجاهدین دي چې د شوروي اتحاد پر وړاندې یې په جهاد کې مستقیمه ونډه درلوده، یا د هغوی وروڼه او بچیان دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، له کورنیو جګړو وروسته د امیر المؤمنین ارواښاد ملا محمدعمر مجاهد تقبل الله په مشرۍ اسلامي امارت رامنځته شو چې غربیانو یې قوت او اسلامي نظام ونشو زغملی او پر افغانستان یې د برید لپاره بهانه لټوله. نوموړي زیاته کړه، که اسامه بن لادن په افغانستان کې نه وای، امریکا بیا هم پر افغانستان برید کاوه.
محترم مولوي عبدالکبیر همدارنګه زیاته کړه، اسلامي امارت د خپلواک نظام په توګه له نړۍ او ګاونډیانو سره د متقابل احترام او اسلامي اصولو پر بنسټ ښې او قوي اړیکې غواړي او اجازه نه ورکوي، چې څوک د افغانستان له خاورې چاته ګواښ پېښ یا اندېښنه پيدا کړي.
دغه راز په یاده ناسته کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هم خبرې وکړې او د جدي شپږمه یې د افغان ملت د دردونو، مصیبتونو او غمونو د پیل او د افغان علماوو او استادانو د قتل ورځ یاده کړه.
هغه زیاته کړه، د کمونیستي نظام له نسکورېدو وروسته د یو شمېر کسانو ځان غوښتنې د جهاد ثمره له ناکامۍ سره مخ او په افغانستان کې یې کورنۍ جګړه پيل کړه؛ خو د امریکا تر ماتې وروسته اسلامي امارت په افغانستان کې د انتقام پر ځای عفوه اعلان کړه او نن ټولو ته په هېواد کې د ارام ژوند زمینه برابره ده.
نوموړي وویل، حاکم اسلامي نظام د هېواد رغاونه خپل مسؤولیت ګڼي او د همدې موخې لپاره هر کال ډېر شمېر ودانیزو پروژو ته بودیجه ځانګړې کېږي.
غونډې ته د کورنیو چارو سرپرست محترم خلیفه سراج الدین حقاني په خپلو خبرو کې وویل، د افغانستان د دښمنانو زور پای ته رسیدلی او نور د افغانانو پر وړاندې څوک له زور څخه کار نشي اخیستلی. پکار دی چې ملت او حکومت یو له بل سره ګډ او له نږدې کار وکړي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي امیرخان متقي وویل، په افغانستان کې د سرو لښکرو او بیا د غرب تر ماتې وروسته پکار دی چې د قربانیو ساتنه وشي او د هېواد دښمنانو ته د بیا مداخلې موقع په لاس ورنه کړل شي. اوسني نظام د میلیونو قرباینو په پایله کې حاکم شوی چې ساتنه یې د ټولو مسؤولیت دی.
همدارنګه د اطلاعاتو کلتور وزیر محترم ملاخیرالله خیرخوا د جدې شپږمه د نوي نسل لپاره لوی درس یاد کړ او وې ویل، افغان ولس دې له هغو لوریو د هېواد د آبادۍ هیله نه کوي چې پر افغانستان یې یرغل کړی وو.
په دې ناسته کې د کابینې یوشمېر نورو غړو او د اسلامي امارت مسؤولینو هم ګډون کړی وو.