د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د کورنیو چارو وزارت له مرستیال محمد نبي عمري، د لوی درستیز له مرستیال حاجي مالي خان او د حج او اوقافو وزارت له مرستیالانو هر يو شیخ عزیز الرحمن منصور، شیخ زرمحمد او مولوي عارف الله عارف سره وکتل.
په دې کتنه کې راغلو مسؤلینو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د عیادت ترڅنګ نوموړي ته د خپلو اړوندو ادارو د فعالیتونو او چارو د څرنګوالي په اړه هراړخيز معلومات ورکړل.
دوی زياته کړه، د اسلامي امارت مسؤلین هڅه کوي د خلکو ستونزو ته پر وخت رسیدګي وکړي، نو په همدې موخه یې خپلې دروازې تل د ولسونو پر مخ پرانیستې دي.
د يادو مسؤلینو د معلوماتو له اورېدو وروسته د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير وویل، ټولې امارتي ادارې باید له خلکو سره داسې غوره او نېک چلند وکړي چې خلکو ته د امید او ډاډ سمبول وګرځي.
د دې کتنې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت د راغلو مسؤلینو د راتګ او له ده سره د اړوندو ادارو د معلوماتو شریکولو مننه وکړه.