د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د پنجشېر او ننګرهار له یو شمېر قومي مشرانو، علمای کرامو او ځوانانو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.
په دې کتنه کې راغلو قومي مشرانو، علمای کرامو او ځوانانو د اسلامي امارت لاسته راوړنې او سیاستونه وستایل وې ویل، اسلامي امارت په کمه موده کې په بېلابېلو برخو کې ډېر بنیادي کارونه ترسره کړي چې د ولسونو د هوساینې سبب ګرځېدلي دي.
یادو قومي مشرانو، علمای کرامو او ځوانانو له اسلامي امارت څخه ملاتړ د ټولو افغانانو دیني او ملي مسؤلیت وباله او زیاته یې کړه، د اسلامي نظام د ثبات او دوام لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
دوی دغه راز د خپلو سیمو یو شمېر ستونزې هم د حل په موخه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت له قومي، ژبني او سمتي تبعیض پرته ټولو قومونو ته د قدر په سترګه ګوري.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، الحمد الله نن په هېواد کې اسلامي نظام حاکم، په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت تأمین او د هېواد هرې سیمې ته ودانیزې چارې په پام کې نیول شوي دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل، اوس د دې وخت را رسیدلی چې ټول افغانان د هېواد په آبادۍ او د اسلامي نظام په ټېنګښت کې برخه واخلي. نوموړي دغه راز یادو مشرانو او علماؤ ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې له اړونده ادارو سره په همغږۍ حل شي.