د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز او ملي دفاع وزارت ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک، د سه شنبې په ورځ ( ۱۲ مرغومی ۱۴۰۲) د ملي دفاع وزارت په تالار کې لاسلیک شو.
د تفاهم لیک د لاسلیک مراسم د قرآن کریم په تلاوت سره، پیل شول.
په پیل کې د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو معاون، محترم قاري عبدالستار سعید، د دغو مراسمو په اړه خوښي وښوده وې ویل: ملي دفاع وزارت د یوې منظمې اسلامي اردو د رامنځته کولو او پیاوړتیا، د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او د طبیعي پېښو زیانمنو ته د مرستو رسولو برخه کې ښې او د پام وړ لاسته راوړنې لري او د دغه تفاهم لیک لاسلیک، نه یوازې دا چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز او ملي دفاع وزارت ترمنځ د تعامل کچې پیاوړتیا او دوه اړخیزې همکارۍ برخه کې مهم دی، بلکې د دغه وزارت د لاسته راوړنو د انعکاس لپاره به هم ښه زمینه برابره کړي.
د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو معاون، په هېواد کې د رسنیو رول او اهمیت ته په اشارې؛ دغه تفاهم لیک د ګډو موخو ترلاسه کولو لپاره مهم وباله او د هغه د مفادو پر تطبیق یې ټینګار وکړ.
ورپسې، د ملي دفاع وزارت د عامه او ستراتېژیکو اړیکو رئیس، محترم عنایت الله خوارزمي، د وزارت د لاسته راوړنو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل، زیاته یې کړه: رسنۍ د اطلاع رسونې او تبلیغاتو برخه کې مهم او حیاتي رول لري او د اطلاع رسونې جریان د لا پیاوړتیا لپاره، نن ملي دفاع وزارت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز سره، د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیکوي.
د ملي دفاع وزارت د عامه او ستراتېژیکو اړیکو رئیس، د دغه وزارت د مطبوعاتي او نشراتي فعالیتونو د لا ښه والي په موخه، د یاد تفاهم لیک لاسلیکېدل مهم وبلل او د تطبیق برخه کې یې خپله بشپړه همکاري په ډاګه کړه.
وروسته، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، په هېواد کې د رسنیو اهمیت او ځای ځایګې ته په اشارې وویل: پیغام رسونه د نظام یو اصل دی او هر نظام چې د اطلاع رسونې جریان او رسنیزو فعالیتونو ته زیاته پاملرنه وکړي، په همغه اندازه یې په خلکو کې محبوبیت ډېر او ولس ورته نېږدې کېږي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس زیاته کړه، چې د ملي دفاع وزارت مجاهدینو او منسوبینو په وروستیو درې کلونو کې په لوړ مورال، زړورتیا، قوت او سرښندنو سره، د هېواد له سرحدونو ساتنه وکړه چې د هغوی دغه مېړانه د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوه او دغه راز د طبیعي پېښو قربانیانو ته رسېدنه، د وزارت یو بل په زړه پورې اقدام وو.
د محترم مولوي نعیم الحق حقاني په خبره، د یاد تفاهم لیک لاسلیک به، په مرکز او ولایتونو کې د دغو لاسته راوړنو پراخ انعکاس ته زمینه برابره کړي او د دواړو ادارو ترمنځ به د همکارۍ نوی فصل پرانیستل شي.
مراسم د تفاهم لیک په لاسلیک او دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.
دغه تفاهم لیک؛ د تخنیکي همکاریو د پراختیا، له ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې، د اطلاع رسونې جریان پیاوړتیا او د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي مسئولینو د مسلکي مهارتونو لوړولو په موخه، لاسلیک شو.