د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په دوو جلا ناستو کې د کابل په ګډون د ځینو ولایتونو له یو شمېر علماوو، مخورو، مجاهدینو او ځوانانو سره ولیدل.
په دې ناسته کې چې په کابل کې مېشتو د بدخشان یوشمېر قومي مشرانو، علمای کرامو او مجاهدینو برخه درلوده، د اسلامي امارت او ملت پر نږدېوالي او ګډې همکارۍ ټینګار وشو.
یادو علماوو او مخورو د قومونو د انسجام او ستونزو د هواري له امله د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت هڅې اغېزناکې وبللې او وې ویل، د خلکو پرمخ د حکومتي چارواکو د دروازو خلاصون د ولس د خوښۍ او له حکومت سره د نږدیوالۍ سبب شوی دی.
دوی همدارنګه زیاته کړه، د اړتیا په صورت کې به له حکومت سره هېڅ ډول همکارۍ دریغ نه کړي.
همدا راز په یوه بله ناسته کې د بېلابېلو ولایتونو علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو او پرمختګونو خبرې وکړې.
انجنیرمحمود او صفرمحمدکاکړ دیادو قومي مشرانو او علماوو په استازیتوب د خبرو پرمهال په هېواد کې د ډاډمن امنیت په تامین خوښي وښوده او وې ویل، د اسلامي امارت له لوري د بنسټیزو پروژو پلي کول د ولسونو د خوښۍ لامل شوی دی.
یادو ویناوالو همدارنګه سوداګرو او راستنېدونکو افغان کډوالو ته د اسلامي امارت لخوا د اسانتیاوو د برابرولو ستاینه وکړه.
هغوی د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته ډاډ ورکړ چې د اسلامي نظام د پایښت لپاره هر راز قربانۍ ته اماده دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، یادو علماوو او قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د نیکمرغۍ ځای دی چې افغان قومونه واحد فکر او باور لري او دا د هېواد د ابادۍ او اسلامي نظام د ټینګښت لپاره مهمه موضوع ده. نوموړي وویل، که څه هم افغانان په اقتصادي برخه کې نیمګړتیاوې لري؛ خو له دیني او معنوي اړخه افغان ټولنه په لوړ مقام کې ده چې سبب یې د ټولو جهادي دورو بریا او د ملت یووالی دی.
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان رغاونه په واقعي بڼه پیل شوې او هېوادوال دې ډاډه اوسي چې راتلونکې به يې هوسا او له نړۍ سره به سیال وي.