د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د مالیې وزېر ملا محمد ناصر آخوند، د کابل امنیه قوماندان ملا ولي جان حمزه او د چارو ادارې
د کادري اصلاحاتو، تشکیلاتو او بیا کتنې رئیس مولوي حسام الدین صابري سره ولیدل.
په دې ناسته کې د یادو ادارو د ورځنیو چارو او وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.
د مالیې وزېر ښاغلي ملامحمد ناصر آخوند د یاد وزارت د ښه پرمختګ او له مالي مسایلو سره د مسلکي او مناسب چلند یادونه وکړه او ویې ویل، په ټولو ګمرکونو او اړونده ادارو کې د مراجعینو لپاره اړینې اسانتیاوې رامنځ ته شوي چې له امله یې د مالیې وزارت روان کال ټاکلو موخو ته د رسیدو په حال کې دی.
هغه زیاته کړه، په مرکز او ولایتونو کې ګڼ شمېر مسلکي کسان ګومارل شوي چې ورسره د مالیې وزارت په کارونو کې مثبت بدلون لیدل کیږي.
همدارنګه په دې ناسته کې د چارو ادارې د کادري اصلاحاتو، تشکیلاتو او بیا کتنې رئیس په یو شمېر ادارو کې د مثبت بدلون په موخه د تشکیلاتو د سمون او ریفورم یادونه وکړه او ویې ویل، نوي اداري تشکیلات پلي او د ځينو مرکزي ادارو په ګډون د سیمه ییزو ادارو تشکیل د بدلون په موخه تر کار لاندې دي.
ښاغلي صابري زیاته کړه، هڅه یې کړې ؛ څو حکومتي کارکوونکي په مؤثره توګه د کار جوګه شي.
د کابل امنیه قوماندان ملا ولي جان حمزه په کابل ښار او ولسوالیو کې د بشپړ امنیت ډاډ څرګند کړ او ویې ویل، د کابل د امنیت په تامین کې د پولیسو د زیار او هڅو تر څنګ د کابل اوسېدونکي هم ونډه لري او د پېښو په مخنیوي کې له امنیتي مسوولینو سره همکار دي.
ښاغلي حمزه وویل، د کابل ټولو پولیسو ته مسلکي او فکري زده کړې ورکړل شوې، چې د پولیسو پر مسلکي چلند یې مثبت تاثیر کړی او د زده کړو دا لړۍ به دوام ولري.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له یادو چارواکو څخه په مننې وویل، له اشغال وروسته د اسلامي امارت یوه موخه د هېواد بیارغاونه ده او حکومتي چارواکي او مسوولین دې خپلې چارې په ښه توګه مدیریت کړي؛ څو اسلامي امارت خلکو ته د غوره خدمت جوګه شي.
د دغې کتنې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر د یادو چارواکو هڅې وستایلې او د چارو د ښه ترسره کېدو په موخه یې ورته ځينې سپارښتنې وکړې.