د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کابل والي محترم حاجي عبیدالله سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د کابل والي محترم حاجي عبیدالله د خپلو کړنو او لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته خپل راپور وړاندې کړ.
هغه وویل، د کابل ولایت مسوولین له امنیتي او د ښاروالۍ مسوولینو سره په همغږۍ کابل ښاریانو ته د اسانتیاوو او غوره خدماتو برابرولو په برخه کې تل کوښښ کوي.
د کابل والي د ښاري نظم کمېټې پرمختګونو ته په اشارې د اسلامي امارت رهبري څخه وغوښتل چې د کابل ښاریانو د څښاک اوبو د کمبود ستونزې د لیرې کولو او د هیواد ځوانانو ته د شغلي فرصتونو د ایجاد په موخه د لویو پراختیایي پروژو تطبیق ته جدي پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر دې کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ د کابل د والي کړنې، فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې.
د ریاست الوزرا مرستیال زیاته کړه، د اسلامي امارت محلي مسوولین د امنیت د تامین او ټولنیزې هوساینې د رامنځته کولو مکلفیت لري او لازمه ده چې په دې برخه کې هڅاند اوسي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه وویل، د اسلامي امارت رهبري هیوادوالو ته د شغلونو د فرصتونو د ایجاد او د څښاک اوبو د کمبود ستونزې د حل او د لویو پراختیایي پروژو د تطبیق لپاره زیاتې هڅې او کوښښونه وکړي.
د کابل والي سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د کابل والي محترم حاجي عبیدالله سره وکتل.