د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر په یوه ګډه غونډه کې چې د کابل امنیه قوماندانۍ مرستیال ملا ابراهیم هم پکې حضور درلود، د کابل ښار د علماؤ شورا له څو تنو غړو او د کابل د یو شمېر مدرسو له مدرسینو سره ولیدل.
په ياده ليدنه کې راغلو علمای کرامو د دیني مدرسو د فعالیت په اړه خبرې وکړې وې ویل، د مدرسو د شمېر له لوړېدو سره سم د زدکوونکو شمېر هم ډېر شوی دی.
دغه راز د کابل د علماؤ شورا غړو او مدرسینو زیاته کړه، د دیني مدرسو پر نصاب کار شوی او د همکاریو زمینه ورته چمتو شوې ده.
وروسته مولوي عبد الجلیل مجددي د نورو علماؤ په استازيتوب د دیني مدرسو اقتصادي وضعیت ته په اشارې وویل، حکومت دې د دیني بنسټونو د ننګونو د حل په موخه کوټلي ګامونه واخلي؛ څو دغو مرکزونو ته د مناسب او اغېزناک فعالیت لار پرانیستل شي.
یادو علمای کرامو د مدرسو د زدکوونکو او مدرسینو یو لړ وړاندېزونه او غوښتنې هم د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت مقام ته وسپارلې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر د مدرسو ټولو طلباؤ ته د زدکړو زمینې د چمتو کولو په موخه د دیني مدرسو د شمېر زياتول اړتیا وبلله او زیاته یې کړه، حکومت د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د ښوونځيو په څنګ کې دیني مدرسو ته هم ځانګړې توجه کوي.
د محترم سیاسي مرستیال په وینا د مدرسو نصاب یوه مهمه برخه ده چې لاهم د مسلکي کسانو کار ته اړتیا لري او طلباؤ ته دې د دیني زدکړو تر څنګ د عصري علومو تدریس هم وشي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې راغلو علماؤ ته ډاډ ورکړ چې پر وړاندېزونو به یې تر غور وروسته اړونده ادارې لاس په کار شي.