د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د ساتنې لوی ریاست د ساتونکو د رسمي یونیفورم پېژند غونډه د سلامخانې ماڼۍ په چمن کې د عظیم الشان قران د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په پیل کې د ښوونې او روزنې قومندان محترم سعید احمد (احمد زبیر) یونیفورم د منسوبینو د تفکیک او نظم لپاره مهم وباله او له مشرانو څخه یې د دغه ځانګړي یونیفورم د انتخابولو له امله مننه وکړه.
نوموړي وویل، د ریاست الوزرا د ساتنې لوی ریاست ساتونکي د دندې پرمهال له دغه ځانګړي یونیفورم څخه استفاده کولی شي او له مسوولینو یې وغوښتل چې خپل منسوبین او مجاهدین د دغه یونیفورم اغوستلو ته وهڅوي.
ورپسې استاد شعیب د غونډې ګډونوالو ته د وینا پرمهال د نظام د بقا او دوام لپاره د رهبري هراړخیزه ساتنه چې خپل دین، وطن او عقیدې ته وفادار پاتې شوي یو مهم اصل وباله او وې ویل، د دې رهبري ساتنه د اسلام او هیواد ساتنه، د افغانانو ژوند او زموږ فریضه ده.
هغه زیاته کړه، د الهي نصرت او د مشرانو او مجاهدینو د شهادتونو، زندانونو، سرښندنو او زحمتونو له برکته دغه اسلامي نظام رامنځته شوی دی او موږ به د نظام، ملت، امت، هیواد، قران، شهیدانو، کونډو او یتیمانو لپاره په سر او مال د دې نظام او رهبري ساتنه کوو.
همدارنګه د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی ریاست د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد داوود محمدي د دغې غونډې په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او وې ویل، پر مجاهدینو لازمه ده چې خپل وخت به عبث نه تېروي، زده کړې به کوي، خپل نظم او ځواک به پیاوړی کوي.
نوموړي وویل، دا نظام په ټاکنو، زنده باد، مرده باد او لاریونونو نه، بلکې د مجاهدینو دسرښندنو او قربانیو په پایله کې د شریعت او الهي احکامو د انفاذ لپاره راغلی دی. په اسلامي نظام کې د چارو ترسره کول له بهترینو عبادتونو څخه دی او د جهاد په څېر د دې نظام ساتنه پر موږ فرض ده.
محترم مولوي محمدي د قران او احادیثو په رڼا کې د یونیفورم او منظم لباس په اړه ارزښتناکې څرګندونې وکړې او وې ویل، هرڅوک په خپل ځای کې په خپل لباس کې ښه معلومېږي. مجاهدین به د خپلو امرینو اطاعت کوي او دا لباس یې چې د دوی لپاره انتخاب کړی دی د ځان لپاره ویاړ بولي. دا عبادت، اطاعت ، سرلوړي او د سرلوړي راز دی.
ورپسې مولوي نېک محمد تندر عثماني ، مولوي عبدالحکیم حکیمي او مولوي عبدالواسع صمیم په ترنم کې نعتیه کلام وړاندې کړ.
همدارنګه د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع یادې غونډې ته د وینا پرمهال په تېرو شلو کالو کې د مجاهدینو سرښندنو او زحمتونو ته په اشارې وویل، الحمدلله له ډېرو قربانیو او هلو ځلو وروسته نن اسلامي نظام راغلی او زموږ مجاهدین د خپلو امراوو غږ ته لبیک وایي او د هغوی خدمت ته حاضر دي.
هغه زیاته کړه، د روسانو په مقابل کې افغانانو ډېرې قربانۍ ورکړې، اشغال یې ختم، خو د هغه وخت مشران په دې ونتوانېدل چې د افغانانو له توقع او غوښتنې سره سم اسلامي نظام رامنځته کړي. مګر د اسلامي امارت په لومړۍ واکمنۍ کې هم امنیت او هم د هیواد حریت بې مثاله و، خو غربي نړۍ ونشو زغملی او د هغه نظام د له منځه وړلو لپاره یې پلمې او دسیسې جوړې کړې.
د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئیس وویل، د ملت او مجاهدینو د بېدرېغه قربانیو له برکته یو ځل بیا د امریکا او ناټو اشغال په افغانستان کې خاتمه ومونده او اسلامي نظام حاکم شو، نو د هغې تېرې ترخې تجربې د تکرار د مخنیوي لپاره ټول باید په اخلاص د نظام ملاتړ وکړو. نوموړي د اسلامي امارت له مسوولینو او منسوبینو وغوښتل چې د خدای تعالی د رضا لپاره نیتونه پاک او د نظام لپاره قرباني ورکړي.
نوموړي وویل، د دغه یونیفورم په انتخاب کې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله او محترم رئیس الوزرا مشوره اوموافقه شامل دي، نو د مشرانو د اطاعت لپاره به یونیفورم په ځان کوو. د امرینو امر او هدایت به منو. هر ارګان خپل ځانګړی یونیفورم لري او ډېر بحثونه ورباندې شوي دي، نو د هر ارګان مجاهدین دې همغه خپل مشخص یونیفورم واغوندي. یو د بل له یونیفورم دې استفاده نه کوي او که څوک ورڅخه غلطه استفاده وکړي، نو جزا به وویني.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د ریاست الوزرا د ساتنې لوی ریاست ساتونکو ته په خطاب کې وویل، تاسو په عادي ځای کې نه یاست، تاسو د اسلامي امارت د عسکرو، اخلاقو او مېلمه پالنې نمونه یاست، نو خپلو اخلاقو، کړو وړو، دیانت او تقوا ته به ډېر پام کوئ. پر موږ ټولو لازمه ده چې د نظام ملاتړ، خدمت او د مشرانو اطاعت به کوو او خدای تعالی دې دا نظام قایم او دایم لري.
د مولوي عبدالحکیم حکیمي، مولوي عبدالواسع صمیم او مولوي حمدالله عرفان له لوري په ترنم کې د ترانې له ویلو وروسته د غونډې د ټولو ګډونوالو په حضور کې استاد سیف الرحمن د ریاست الوزرا د ساتنې لوی ریاست د ساتونکو د عسکري لوړې مراسم ترسره کړل.
همدارنګه محترم مفتي محمود ذاکري یونیفورم چې د لباس او حرکت توحید په کې دی، د اسلام مبارک دین له درسونو او اصولو سره سم وباله او د نوموړي له لوري د دعایې په لوستلو سره د ریاست الوزرا د ساتنې لوی ریاست د ساتونکو د رسمي یونیفورم پېژندغونډه پایته ورسېده.