د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ مرستیال محترم مولوي محمدابراهیم سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د کابل امنیه قومندانۍ معاون محترم مولوي محمدابراهیم د کابل امنیه قومندانۍ د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته خپل راپور وړاندې کړ.
هغه زیاته کړه، د کابل ولایت امنیتي مسوولین د نورو امارتي ارګانونو مسوولینو سره په همغږۍ د امنیت د تامین او غوره خدماتو برابرولو په برخه کې تل کوښښ کوي.
د کابل امنیه قومندانۍ مرستیال د ښاري نظم په برخه کې شویو پرمختګونو ته په اشارې وویل، د کابل امنیتي مسوولین کوښښ کوي چې د کابل ښار او ولسوالیو په ګډون د ټولو برخو امنیت په ښه توګه تامین او هیوادوالو ته ارامي رامنځته کړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو پرمهال د کابل ولایت امنیه قومندانۍ فعالیتونه، کړنې او لاسته راوړنې وستایلې.
د ریاست الوزرا مرستیال زیاته کړه، د اسلامي امارت محلي مسوولین د امنیت د تامین او ټولنیزې هوساینې برابرولو په برخه کې مکلیفیت لري او لازمه ده چې په دې برخه کې زیات کوښښ وکړي.