د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع هېوادوالو له څو تنو مخورو او مطرحو څېرو سره ولیدل.
په دې ناسته کې د قومونو او اسلامي امارت پر نږدیوالي د بحث او ټینګار تر څنګ یادونه وشوه چې په هېواد کې د قوم او مذهب په نامه دسیسې ناکامه شوې دي.
استادمحمد اکبري او دتېرې ادارې د کډوالو او راستنېدونکوچارو وزیرسیدمحمدعالمي بلخی د نورو په استازولۍ د خبرو پرمهال وویل، اهل تشیع علمأ د اسلامي امارت د واکمنۍ ملاتړي دي او په عادي ډول خپلې چارې پر مخ وړي.
هغوی زیاته کړه، له حکومتي مشرانو او مسؤلینو سره د دوامداره لیدنو په پایله کې د بحث وړ ډېر مسایل حل او لارې چارې ورته لټول شوې د. همدارنګه یې د اهل تشیع علماوو یو لړ وړاندېزونه په لیکلې بڼه د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت له مقام سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د قومونو او اسلامي امارت پر نږدې اړیکو خوښي څرګنده او زیاته کړه، هغه حقونه چې په اسلام کې ځای لري اسلامي امارت د هغود ورکړې مسؤول دی.
نوموړي وویل، په اسلامي امارت کې قومي، ژبني او مذهبي مسایل ځای نه لري او نه هم چاته اجازه ورکوي چې دې مسائلو ته لمن ووهي.
د ریاست الوزرا محترم سیاسي مرستیال د اهل تشیع علماوو او مخورو له دوامداره همکاریو په مننې وویل، پر وړاندېزونو به یې غور وشي او په هکله به يې مناسبې پریکړې ترسره شي.