د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د تخار ولایت له امنیه قوماندان مولوي ضیاءالحق حامد سره پخپل دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې ښاغلي حامد د تخار امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل وې ویل، په یاد ولایت کې د خلکو د همکارۍ په پایله کې ډاډمن امنیت تامین دی.
نوموړي زیاته کړه، تر دې دمه په تخار کې هر پولیس یوه دوره مسلکي زدکړې ترلاسه کړي چې د کورنیو چارو وزارت د موخو ترلاسه کولو پورې به د روزنې لړۍ دوام ولري.
د تخار امنیه قوماندان څرګنده کړه، د ولس او سیمه ییزو ادارو تر منځ د همغږۍ لپاره کار شوی چې دغه چاره د خلکو د خوښۍ او رغنده اړیکو د ایجاد سبب ګرځېدلې ده.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، په تخار کې د امنیتي سکتور له هڅو په مننې وویل، اسلامي امارت ته د هېواد هره برخه ځانګړی اهمیت لري او اړتیا ده چې د امنیت د تامین ترڅنګ خلکو ته رغنیزې چارې هم پلې شي.
محترم مولوي عبدالکبير، د پولیسو مسلکي چلند مهمه اړتیا وبلله او زیاته یې کړه، د خلکو ارامتیا او پر اسلامي امارت باور باید زیانمن نشي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې، د خلکو او ځايي ادارې ترمنځ پر لا زياتې همکارۍ ټینګار وکړ.