د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په داسې حال کې له بهر مېشتي افغان سوداګر عبدالقادر ودان او دده له ملګرو سره ولیدل چې څو تنو امارتي مسؤلینو هم حضور درلود.
په دې کتنه کې په افغانستان کې د کاري فرصتونو او ظرفیت پر لوړولو د خبرو پر مهال عبدالقادر ودان په هېواد کې د بورې تولید د کارخانې جوړولو په برخه کې د پانګونې لپاره خپل پلان په ډاګه کړ.
د نوموړي په وینا، په نږدې راتلونکې کې به له بهره معیاري ماشینري را وارد کړي چې کروندګرو ته به د مستقیمې ګټې تر څنګ نورو هېوادوالو ته هم کاري فرصتونه رامنځ ته شي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، یاد افغان سوداګر او دده ملګرو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته يې کړه، اسلامي امارت له سوداګرو او پانګوالو څخه ملاتړ کوي.
د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال په وینا، ټولې دولتي ادارې د پانګونې د پروسې چټکتيا ته ځانګړې پاملرنه لري. دغه راز اسلامي امارت هم د پانګوالو او سوداګرو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوي.