د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د هیواد د اهل تشیع له لسګونوعلماؤ، مخورو او متنفذینو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
د دې کتنې په پیل کې ډاکټر جعفر مهدوي، شیخ عبدالرحیم وفايي او علي رضا حسیني د نورو په استازیتوب خبرې وکړې وې ویل، خوښ دي چې د سرتاسري امنیت په راتګ سره په هېواد کې رغنیزې چارې پيل شوي، یووالي او اتحاد ته کار کېږي او افغانستان د ثبات پر لور روان دی.
یادو ویناوالو، اسلامي امارت سره د خپلې بشپړې همکارۍ د ډاډ ترڅنګ په غزني او ځینو نورو ولایاتو کې د اهل تشیع هېوادوالو ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د اسلامي امارت پالیسي د هر ډول تبعیض او تعصب له منځه وړل، د افغانستان د ټولو وروڼو قومونو ترمنځ د یووالي تحکیم او خلکو ته غوره خدمات رسول دي.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، د افغانستان اسلامي امارت د مسؤلینو او ادارو دروازې د ټولو ولسونو پر مخ خلاصې دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې د اهل تشیع هیوادوالو راغلو علماؤ، مخورو او متنفذینو ته ډاډ ورکړ چې په مشورو او نظریاتو به یې غور وشي او ستونزې به یې د حل په موخه له اړونده ادارو سره شریکې شي.