د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د فوايد عامې وزارت له سرپرست ملا محمد عیسی ثاني، د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي عصمت الله عاصم او د بېلابېلو ولایتونو له ویندویانو سره وکتل.
په دې کتنو کې راغلو مسؤولینو او وياندويانو د خپلو چارو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته هر اړخيز معلومات ورکړل.
په پیل کې د فوايد عامې وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، په ژمي کې په ځینو هغو سیمو کې چې د لارې د بندېدو او واورې ورېدو احتمال ښودل شوی کاري ټیمونه ځای پر ځای شوي او لازم چمتووالی نیول شوی دی.
نوموړي، دغه راز د سالنګونو، کابل-کندهار لویې لارې او نورو لویو لارو د جوړېدو د پرمختګ په اړه هم د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل کړل او زياته يې کړه، په راتلونکي مالي کال کې به ډېر نور سړکونه او لارې هم د رغېدو په پلان کې شامل کړي.
همداراز د ولایاتو ویاندویانو په خپلو خبرو کې په ډاګه کړه چې فعالیتونه يې د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سم دوام لري او هڅه کوي له خبریالانو سره پر وخت معلومات شریک کړي.
دوی، همدا راز خپلې یو شمېر طرحې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د فوايد عامې وزارت او کابل ښاروالۍ فعالیتونه وستایل وې ویل، افغان ملت له پنځه څلوېښت کالو راوروسته د ارام ساه اخیستې او اوس اړتیا ده چې په رغنیزو پروژو سره یې ستونزې هم کمې شي.
محترم مولوي عبدالکبير وویل، کابل ښار ته په داخلېدو سره په ښکاره ډول محسوسيږي چې په دې ښار کې څومره کار شوی او څومره رغنیزې چارې پکې روانې دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال، له رسنیو سره د ویاندویانو پر لا زياتې همکارۍ ټینګار وکړ وې ویل، باید رسنیزه خلا رامنځته نشي، ځکه ياده خلا ناسمو تبلیغاتو ته زمينه برابروي.