د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ملي پراختیا امارتي شرکت له رئیس محترم عبدالرحمن عطاش سره وکتل.
په پیل کې د ملي پراختیا امارتي شرکت رئیس محترم عبدالرحمن عطاش د یاد شرکت د کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزراء د اداري معاونیت مقام ته راپور وړاندې کړ.
نوموړي د قوش تیپې کانال سترې پروژې د عظیمې برخې د چارو د بشپړېدو خبر ورکړ وې ویل، د ملي پراختیا شرکت پر نورو زیاتو ملي پراختیایې پروژو کار کوي چې یو شمېر یې بشپړې شوي او پر پاتې نورو پروژو په چټکۍ سره کار دوام لري.
د ملي پراختیا شرکت رئیس، د جمهوریت روغتون د ودانیزو چارو د جریان په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، په نږدې راتلونکي کې به د یاد روغتون ټول کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې د خوښۍ څرګندولو پر مهال د ملي پراختیا امارتي شرکت د فعالیتونو او کړنو قدرداني وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د قوش تیپې کانال په څېر د سترو انکشافي پروژو تطبیق د افغانستان اسلامي امارت له لومړیتونو څخه دی چې په بشپړولو سره یې له یوې خوا خلکو ته د کار زمینه برابرېږي او بل پلوه د هیواد اقتصاد پیاوړی کېږي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي دغه راز د ملي پراختیا امارتي شرکت له مسؤلینو وغوښتل چې د ټولو ملي پروژو د تطبیق پر مهال له بشپړ دقت کار واخلي او د هیواد په ابادولو کې لازیاتې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي.