د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د ولس او حکومت ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې د علماؤ او قومي مشرانو د ونډې په اړه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
دې غونډه کې د هیواد له څلور دېرش ولايتونو څخه پر راغلو علمای کرامو او قومي مشرانو سربېره د امر باالمعروف، نهي عن المنکر او شکایاتو د اورېدو سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه او د اسلامي امارت یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون درلود.
په پیل کې د ولس غږ مؤسسې د اړیکو مسؤل مولوي محمد عارف ملکیار د دې غونډې په پرانستونکی وینا کې وویل، دوی د افغانستان په ډېرو ولایاتو کې له قومي مشرانو، علماؤ او د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره مشورتي غونډې کړي او د هغوی نظریات یې راټول کړي دي.
نوموړي زياته کړه، د دغو مشورتي غونډو موخه دا وه چې د خلکو ستونزې او واقعي نظریات تر مسؤلینو ورسېږي څو د حل لار ورته پيدا شي.
دې غونډې ته په وینا کې د هېواد له څلور دېرش ولایاتو څخه راغلو علمای کرامو او قومي مشرانو د اسلامي امارت او خلکو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د واټن په راکمېدو ټینګار وکړ. دوی په افغانستان کې د اسلامي نظام په حاکمیت، د رغنیزو پروژو پر پلي کولو، د فساد، نشه يي توکیو او زور واکیو پر ختمېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ او ملاتړ ته چمتو دي.
یادو قومي مشرانو او علمای کرامو وویل، هر څوک چې د دې اسلامي نظام پر وړاندې دریږي د ملت له لوري مردود دي او غوښتنه یې وکړه، چې په دولتي جوړښتونو کې دې افغان متخصصو کادرونو ته ځای ورکړل شي. هغوی د ښځو پر وړاندې د تعلیم د دروازو د پرانيستې غوښتنه هم وکړه وې ویل، په هېڅ صورت باید بهرنیانو ته په افغانستان کې د مداخلې او توطئې زمینه برابره نشي.
دغه راز د غونډې ګډونوالو په خپلو خبرو کې د افغانستان ټول قومونه ورونه یاد کړل وې ویل، د اسلامي امارت په راتګ سره نفاق ته لمنه وهل بند شوي او خلک په یووالي او اتحاد کې خپل ژوند مخ ته وړي.
وروسته د امر باالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو د اورېدو وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي له راغلو قومي مشرانو او علماؤ مننه وکړه وې ویل، دغه ډول غونډې د ولس او اسلامي امارت ترمنځ اړيکې غښتلې او واټن له منځه وړي. دغه راز دا ښه ده چې ملت او د اسلامي امارت مسؤلین په ګډه د اسلامي نظام د حاکمیت او پایښت لپاره کار وکړي.
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت موخه په هېواد کې د اشغال خاتمه او د اسلامي نظام حاکمیت وو چې دې موخې ته رسېدلی؛ خو له دې وروسته د ولسونو خدمت او د هېواد رغاونه پيل شوې ده. محترم شیخ محمد خالد حنفي هغه ډنډورې هم رد کړې، چې ګویا اسلامي امارت د هېواد په ځینو سیمو کې مېرمنې نیولي دي.
غونډې ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه هم وینا وکړه وې ویل، د الله تعالی لوی نعمت پر افغانستان د اسلامي نظام حاکمیت دی. نوموړي زیاته کړه، دمګړۍ ټول ګډونه نظام شتون لري او د اسلامي امارت مسؤلین د خلکو له واقعي درد څخه خبر دي. هغه وویل، څنګه کېدای شي چې مجاهدینو په پاک نیت او زړه د الله تعالی د رضا لپاره جهاد کړی وي او د جهاد تر بریا وروسته دې د خپل مظلوم ملت ازارول پیل کړي. هغه د ملت او اسلامي امارت د ګډ کار او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
غونډې ته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، په خپله وینا کې له راغلو قومي مشرانو، علماؤ او د غونډې له جوړونکو څخه په مننې ویل، دغه ډول غونډې مسؤلینو ته د خلکو د واقعي غږ او ستونزو په رسولو کې مهمې دي.
محترم مولوي عبدالکبير وویل، د اسلامي امارت د ټولو ادارو دروازې د ولسونو د ستونزو د حل لپاره پرانستي دي او خلک کولای شي چې له هر ډول ویرې او ملاحظې پرته خپلې ستونزې له مسؤلینو سره شریکې کړي. هغه د خلکو ستونزو ته د حل موندل د اسلامي امارت مسؤلیت وباله.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، اسلامي امارت د هېواد رغونه او د بنسټونو جوړول پیل کړي، چې افغانستان به ورسره د پرمختګ او ثبات پر لور ګامونه واخلي.
د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت په هڅو به ډېر ژر افغانستان د کرنې، انکشاف او اقتصاد په برخه کې پام وړ پرمختګ وکړي او په کرنیزو محصولاتو کې به له بهرنیو هېوادونو څخه په وارداتو تکیه کمه کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، د افغانستان اسلامي امارت د خپلواک بهرني سیاست او خپلواکو تصامیمو خاوند دی او هیچا ته به د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق ورنکړي. نوموړي زیاته کړه، له افغانستان څخه به هیچا ته ګواښ پېښ نشي او نه به دوی چاته اجازه ورکړي، چې د افغانستان له خاورې د نورو پر وړاندې استفاده وکړي.
محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې وویل، د اسلامي نظام حاکمیت، د افغانستان رغول او اقتصادي پیاوړتیا ځینو ته د منلو وړ نه دي، نو له همدې امله د مخالفت چیغې وهي چې لا یې هم د افغانستان هېڅ سیمه او جغرافیه په کې واک نشته او یوازې یې په فیسبوکي تبلیغاتو ځان مشغول کړی دی. نوموي وویل چې داعش او نورو فتنه ګرو ډلو په افغانستان کې ماتې خوړلې او ځپل شوي دي.