د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ترکیې يو شمېر سوداګرو سره وکتل.
په دې کتنه کې، په پيل کې يادو سوداګرو وويل، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په ټول افغانستان کې سراسري امنيت تامين شوی، چې د پانګونې او سوداګرۍ لپاره اساسي رول لري او هغوی له دې فرصت څخه په استفادې تيار دي، چې په مختلفو برخو لکه د کانونو استخراج، د توليدي فابريکو جوړولو، د کرنې، انرژۍ او ټکنالوژۍ په برخو کې پانګونه وکړي.
په مقابل کې، د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت د سوداګرو او پانګه والو امنيت ته ځانګړې توجه لري.
د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړه، اسلامي امارت په مختلفو برخو لکه توليد، د کانونو استخراج، کرنې، انرژۍ او ټکنالوژۍ په برخو کې د هر ډول کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ملاتړ کوي او په افغانستان کې د پانګونې په موخه سوداګرو او پانګه والو ته لازمې اسانتیاوې برابروي.