د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د سيټي لابراتوار عمومي مسؤل محترم ډاکتر رضوان احمدزي او سوداګر محترم مسعود ايوبي سره وکتل.
په دې کتنه کې، لومړی د سيټي لابراتوار عمومي مسؤل محترم ډاکتر رضوان احمدزي خبرې وکړې او د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته يې په افغانستان کې د ښې اقتصادي او سوداګريزې زمينې په برابرېدو خوښي وښوده.
محترم ډاکتر رضوان احمدزي د سيټي لابراتوار د فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړل وې ويل، په پام کې لرو، چې په هيواد کې د سرطاني ناروغيو د درملنې يو جلا روغتون جوړ کړو، چې د دې کار لپاره د اسلامي امارت رهبرۍ ملاتړ او همکارۍ ته اړتيا لرو.
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د سيټي لابراتوار د فعاليتونو او کړنو قدرداني وکړه.
د رياست الوزرا مرستيال زياته کړه، اسلامي امارت په هيواد کې د ټولو پانګونو ملاتړ کوي او ټولو سوداګرو او پانګه والو ته لازمې اسانتياوې رامنځته کوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز د هيواد له ټولو سوداګرو او پانګه والو وغوښتل، ترڅو په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.