د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدګۍ عالي کمېسیون د موقتې استوګنې کمېټې له رئیس او غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدګۍ عالي کمېسیون د موقتې استوګنې کمېټې غړو هم ګډون درلود، په پیل کې د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین او د یادې کمېټې رئیس محترم مولوي عبدالرحمن راشد، د خپلو فعالیتونو او کړنو راپور د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته وړاندې کړ.
محترم مولوي عبدالرحمن راشد وویل، سره لدې چې له ګاونډیو هیوادونو څخه د اجباري راویستل شویو وطنوالو شمېر زیات دی، خو بیا یې هم وکولی شول د دوی د موقتې استوګنې مسئله له نورو کمېټو سره په همغږۍ په درست ډول مدیریت کړي ترڅو د ژمي په ساړه موسم کې له ستونزو سره مخ نشي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدګۍ عالي کمېسیون د موقتې استوګنې کمېټې رئیس او غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی د فعالیتونو او کړنو د راپور له اورېدو ورسته وویل، د اسلامي امارت مسؤلینو او د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدګۍ عالي کمېسیون دولس ګونو کمېټو د مسؤلیت په منلو سره د دې اجازه ورنکړه چې زموږ وطنوال تر اجباري اخراج وروسته له ستونزو سره مخ شي، یادې کمېټې د مهاجرینو وضعیت ته د رسېدګۍ په برخه کې بریالۍ شوې چې باید تقدیر شي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال همداراز وویل، د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدګۍ عالي کمېسیون ټولې کمېټې په ځانګړي ډول د موقتې استوګنې کمېټه دې اجباري راستانه شویو مهاجرینو ته د غوره خدمتونو د رسیدګۍ په برخه کې خپله ټوله هڅه وکړي، تر څو د ژمي په دې ساړه موسم کې له ستونزو سره مخ نشي.