د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ښار د روغتونونو له یو شمېر متخصص ډاکټرانو سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې یادو ډاکټرانو د کابل ښار د روغتونونو د وضعیت تر څنګ د دې روغتونونو د فعالیتونو، کړنو او برنامو په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.
دوی زیاته کړه، دغه روغتونونه په بېلابېلو برخو کې د متخصصو ډاکټرانو له لورې د هیواد په کچه ناروغانو ته طبي خدمتونه وړاندې کوي، خو بیا هم په یادو روغتونونو کې د پرمختللو طبي وسایلو او امکاناتو د کمبود له امله د سرطان په څېر د ځینو ناروغیو درملنه نه کېږي چې د دغو وسایلو او امکاناتو په برابرېدو سره یې د هیواد په داخل کې درملنه شوني کيږي او له هیواده بهر مساپرۍ او د پانګې د وتلو ته اړتیا نه لیدل کېږي.
دوی دغه راز د اسلامي امارت له مسؤلینو وغوښتل چې د روغتیا په ځانګړي ډول د متخصصو ډاکټرانو د روزنې، د معیاري طبي وسایلو د برابرولو او په ټول هیواد کې د روغتیایي مرکزونو د پراختیا برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ښار د روغتونونو متخصص ډاکټرانو ته د ښه راغلاست پر مهال، صحت د خلکو له لومړنیو اړتیاؤ او اسلامي امارت له اساسي تعهداتو وباله وې ویل، یوه سالمه ټولنه هغه مهال منځته راځي چې روغتیایي سیستم یې سالم او په نړیوالو معیارونو برابر تر ټولو غوره خدمات وړاندې کړي، ځکه په زوړ روغتیایي سیستم سره نشو کولی یوه سالمه ټولنه ولرو.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د هیواد په روغتیایي سیستم کې د اصلاحاتو پیل ته په اشارې وویل، دغه اصلاحات له یوه روغتونه پیل شوي او په تدریجي توګه به د هیواد په کچه نورو روغتونونو او صحي مرکزونو ته پراختیا ومومي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه، په بېلابېلو برخو کې د هیواد ټول کادرونه د دې هیواد او ملت پانګه ده او موږ ته د قدر وړ دي چې له یوه بل سره په همغږۍ کولی شو دا وطن، اباد او د افغانستان ملت له ستونزو خلاص کړو.