د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب ولايت يو شمېر مجاهدينو سره وکتل.
په دې کتنه کې، لومړی د فارياب ولايت د افغانستان بانک رئيس محترم مولوي احسان الحق ابو تقي او د دې ولايت د استخباراتو رياست اپراتيفي مرستيال محترم الحاج داملا ګل محمد حقاني د نورو په استازیتوب د امنيتي وضعيت او د مجاهدينو پر اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې.
هغوی وويل، د اسلامي امارت مجاهدين په دې ولايت کې د امنيت تأمين لپاره خپلې ټولې هڅې کوي او د خلکو د امنيت او ارامۍ دښمنانو ته د امنيت او ارامۍ د اخلال اجازه نه ورکوي.
د فارياب مجاهدينو زياته کړه، تل يې د اسلامي امارت د مشرانو هداياتو او لارښونو ته احترام کړی او د هغوی اطاعت کوي.
په مقابل کې، د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي يادو مجاهدينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د امنيت تأمين لپاره د هغوی د فعاليتونو او کړنو ستاينه وکړه.
د رياست الوزرا اداري مرستيال څرګنده کړه، افغانان له کلونو وروسته، اوس کولای شي په امنيت او ارامۍ کې خپل ژوند او فعاليتونه پر مخ يوسي.