د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د نورستان مرستیال والي محترم مولوي فيصل او څو تنو ډلګۍ مشرانو او په نورستان کې مېشت د ګجر قوم يو شمېر مشرانو سره ولیدل.
په دې ناسته کې، د نورستان مرستیال والي د یاد ولایت د امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه د ریاست الوزراء سیاسي معاونيت ته معلومات ورکړل وې ویل، سرحدي کنډکونه فعال او د امنیتي چارو په موخه همغږي زياته شوې ده.
همداراز په نورستان کې مېشتو ګوجر قومي مشرانو له اسلامي امارت سره د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، د اسلامي نظام د ساتنې او دوام لپاره هر راز قربانۍ ته چمتو دي.
یادو مشرانو دغه راز په نورستان کې د څړ ځایونو او اقتصادي ستونزو د حل په موخه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه هم شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نورستان موقعیت ته په اشارې وویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې د ياد ولايت په ګډون د ټولو محرومو او لرې پرتو ولایتونو او ولسوالیو بیارغونې او پراختیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
نوموړي د اسلامي نظام په ټینګښت کې د ګوجر قوم د قربانیو ونډه مهمه وبلله او له اسلامي امارت سره د دوی تلپاتې همکاري يې وستايله.
محترم مولوي عبدالکبیر دغو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د نورستان د ستونزو حل ته به ځانګړې پاملرنه وشي.