د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په تېره اداره کې د حج او اوقافو وزیر محمد صدیق چکري، د اریانا نیوز رئیس مجیب الرحمن بهیر او یو شمېر نورو قومي مشرانو سره ولیدل.
په دې جلا ليدنو کې، چې محترم محمد حسین جعفري او دوکتور داعي الحق عابد هم حضور درلود، ښاغلي چکري په سیاسي او اقتصادي برخو کې د اسلامي امارت د وروستیو اقداماتو یادونه وکړه او په وینا یې، له څو لسیزو وروسته افغانانو ته ښه فرصتونه په لاس ورغلي، چې باید اغېزمنه ګټه ترې واخیستل شي.
هغه وویل، اسلامي نظام د ټولو افغانانو غوښتنه وه او په دې نظام کې زورواکي، نا انډولي او تعصبات له منځه تللي دي.
راغلو مېلمنو دغه راز د ځینو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه هم د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره په لیکلې بڼه شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر افغان د دې حق لري چې خپل نظریات او مشورې د نظام له مسؤولینو سره شریکې کړي.
د نوموړي په وینا، د حکومتي ادارو دروازې د ټولو پر مخ پرانستې دي او چارواکي ځان د خلکو د ستونزو حل لپاره مسؤول بولي.
همداراز په بلې ليدنې کې، د رياست الوزرا سياسي مرستيال د اریانا نیوز رئیس مجیب الرحمن بهیر سره په هیواد کې د خصوصي رسنیو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي بهیر وویل، خصوصي رسنيو د خپلو اصولو له مخې د ملت او حکومت ترمنځ اړیکې ساتلي او همداراز هڅه کوي د افغانستان رښتینی انځور له نړۍ سره شریک شي.
د نوموړي په وینا، د رسنیو یو لړ ستونزې حل شوي او تمه ده چې په دې برخه کې لا ډېر کار وشي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، په افغانستان کې د حکومتي رسنیو ترڅنګ د خصوصي رسنیو فعالیت مهم وباله وې ویل، اسلامي امارت د اسلامي اصولو په رڼا کې د بیان ازادۍ ته ژمن دی او په دې برخه کې به تر خپلې وسې شخصي رسنیو ته اسانتیاوې رامنځته او ستونزې يې حل کړي.