د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسئولینو، د سه شنبې په ورځ (۳ سلواغه ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د مجاهدینو د زده کړو لپاره، د چمتو شوې طرحې په اړه معلومات وړاندې کړل.
د دغې ادارې رئیس، محترم مولوي غلام حیدر شهامت وویل: دا زما هیله وه چې هغو مجاهدینو ته د ښوونې فرصت برابر کړم چې په جهاد کې د مصروفیت له امله له تعلیمي بهیر څخه لرې پاتې شوي وو. د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مسئولیت په لومړي کال مې دغو مجاهدینو ته د ادارې او مدیریت برخه کې لنډمهاله کورسونه جوړ کړل چې زرګونه مجاهدینو ګټه ترې پورته کړه. د دې بهیر د غني کولو لپاره مو د مجاهدینو د ښوونې لپاره یوه طرحه چمتو کړه چې د ریاست الوزراء لخوا تایید او منظور شوه.
ښاغلي شهامت زیاته کړه، د دې طرحې موخه، په مرکز او ولایتونو کې زرګونو هغو مجاهدینو ته د زده کړو زمینه برابرول دي، چې کلونه کلونه یې د دین او خاورې له دښمنانو سره په سر او مال کلکه مبارزه کړې او په جهاد کې د بوختیاوو له امله له ښوونیز ډګره وروسته پاتې شوي دي.
د ښاغلي شهامت د معلوماتو له مخې، یاده طرحه په دوه ( لېسې او انسټیټوټ) دورو کې مجاهدینو ته د زده کړو فرصت برابروي، هغه مجاهدین چې د نهم ټولګي سند یا د هغه معادل ولري کولی شي د لېسې دوره کې ګډون وکړي او د یو نیم کال په موده کې د دولسم ټولګي سند ترلاسه کړي. دغه راز هغه مجاهدین چې د دولسم ټولګي سند یا یې معادل ولري کولی شي چې د انسټیټوټ دوره کې ګډون وکړي او د یو نیم کال موده کې د څوارلسم ټولګي سند ترلاسه کړي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وویل: د دغې طرحې پر اساس د یو نیم کال په موده کې مجاهدینو ته د اسلامي ثقافت، ادارې او مدیریت، دفتردارۍ ، نظارت او راپور ورکولو، بررسۍ او کنټرول، احصایې، محاسبې، حقوقو او اقتصاد برخه کې زده کړې ورکول کېږي.
دغه راز د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تخنیکي سلاکار، محترم استاد عبدالهادي مجاهد وویل: مجاهدین د هېواد د ازادۍ او اشغال د خاتمې لپاره، په جهاد کې د ګډون له امله له زده کړو محروم شوي وو او اوس یې حق دی چې د زده کړو زمینه ورته برابره شي. نوموړي زیاته کړه که د مجاهدینو سپېڅلې مبارزه نه وای، نن به مو هېواد خپلواک نه وو او ولس به د اشغال تر سیوري لاندې ژوند کاوه.
د مسئولینو د معلوماتو پر بنسټ، په دې پروګرام کې د ګډون لپاره تر دې مهاله، شاوخوا شپږ زره مجاهدینو نوملیکنه کړې او د زده کړو بهیر به یې د راتلونکي کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې څخه پیل شي.