د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د لوړو زدکړو وزارت له مرستیال ډاکټر لطف الله خېر خواه، د ښار جوړولو وزارت له مرستیال شیخ کریمي بامیاني او د هیواد له یو شمېر علماؤ سره په جلا جلا ډول ولیدل.
لومړی شیخ کریمي بامیاني او ډاکټر لطف الله خېر خواه د خپلو اړوندو ادارو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته هراړخيز معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، د اړوندو ادارو دروازې د ولسونو پر مخ خلاصې او د دوی مشکلاتو ته پر وخت رسیدګي کېږي.
همدارنګه په يوې بلې جلا غونډې کې د هيواد یو شمېر راغلو علمای کرامو د اسلامي نظام پر ټینګښت خوښې څرګنده او له اسلامي نظام سره یې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر له دوی څخه په مننې وویل، د افغانستان رغونه، ثبات او د خلکو د ستونزو حلول، پر وخت ولسونو ته ځواب او د اجرائاتو ترسره کول غواړي.
محترم مولوي عبد الکبیر پر دې خبره په ټینګار وویل، په دې برخه کې باید ولسونه او ځايي مسؤلین په ګډه همکاري وکړي.