د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسئولینو د چهارشنې په ورځ (۴ سلواغه ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو اور سنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، په یو شمېر ولایتونو کې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په اړه معلومات ورکړل.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست، محترم ملا محمد یونس اخندزاده، په دې خبري کنفرانس کې وویل: د اسلامي امارت ټول مسئولین شپه او ورځ د وطن د ابادۍ لپاره کار کوي. نوموړي زیاته کړه، د کلیو پراختیا وزارت د مالي امکاناتو له کموالي سره سره، په یو شمېر ولایتونو کې مهمې پراختیایي پروژې تطبیق کړي دي.
په ورته وخت کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د دفتر رئیس، محترم مولوي میرزا محمد شکېب په ولایتونو کې د پراختیایي پروژو د تطبیق په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل: داسلامي امارت د مشرتابه د فرمان پر بنسټ، د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د شاوخوا دوه میلیارده افغانیو په ارزښت، د اوبو لوی بند جوړیږي، چې د ۱۴۰ میلیونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او د ګلستان، دلارام، خاشرود، غورغوري او چخانسور ولسوالیو، شاوخوا ۱۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۳ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت، د اوبو د ذخیروي بند جوړولو چارې ۳۰ سلنه مخته تللي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د ۱۴۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو زمینه برابره شي. همدارنګه په مرکز قلعه نو کې د ۳۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت، د اوبو رسولو شبکې چارو ۸۰ سلنه پرمختګ کړی، چې د دې پروژې د چارو په تکمیلېدو سره به، د مرکز ۶۵ زره اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
همدارنګه، ښاغلي شکېب وویل: د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ له بزهای ګنبد څخه د چین هېواد تر پولې پورې د ۴۹،۷ کیلومتره سړک د جوړولو چارو کې ۸۰ سلنه پرمختګ شوی او په همدې ولسوالۍ کې له بروغیل څخه تر بزهای ګنبد پورې د ۶۰ کیلو متره سړک د ترمیم چارې دوام لري چې په نېږدې راتلونکي کې به بشپړې شي.
د محترم شکېب د معلوماتو له مخې، د ۱۳ ولایتونو په ۱۴۲ ولسوالیو کې د باراني اوبو زېرمه کولو په موخه، د چکډېمونو د جوړولو چارې په چټکې سره دوام لري چې ډېر ژر به بشپړې شي. دغه راز د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ۵.۲ کیلومتره استنادي دېوال د جوړولو چارې هم دوام لري، چې د دې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به، سلګونه هکتاره ځمکه د سېلابونو له خطر څخه خوندي شي.