د افغانستان اسلامي امارت د ریاست
الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له جهادي شخصیت او د هیواد پياوړي قاري محترم قاري عبدالباقي او نورو سره وکتل.
په پيل کې محترم الحاج قاري عبدالباقي د هیواد د ټولنیزو، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او وې ویل، په مرکز او ولایتونو کې د امنیت د تامین او د خلکو د هوساینې لپاره د اسلامي امارت د مسوولینو کوښښونه د ستاینې وړ دي، د الله تعالی او خلکو رضایت ترلاسه کوي.
محترم قاري عبدالباقي د اسلامي امارت له مسوولینو وغوښتل چې پراختیایي چارو ته پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اسلامي امارت خلکو ته د خدماتو برابرول خپله دنده بولي، په دې او نورو بېلابېلو برخو کې خپلې هلې ځلې نه درېغوي.