د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزیر، د سیاسي کمېسیون غړي انس حقاني، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال، د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال، یو شمېر علمای کرامو، مخورو او د شیخ زاید پوهنتون رهبري او استادانو په ملتیا له یاد پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په یاد پوهنتون کې جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال په علمي ډګر کې د شیخ زاید پوهنتون فعالیت او د استادانو هڅې وستایلې او ویې ویل، د خوست ولایت ارزښت ته په کتو به د دغه پوهنتون او استادانو د ظرفیت لوړولو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي نظام له ټینګښت وروسته اسلامي امارت په هېواد کې د عصري زده کړو او مدرسو د پرمختګ او د علمي ډګر د پیاوړتیا هڅې کوي. د اسلامي امارت مجاهدینو د ولسونو په همکارۍ اشغال پایته ورساوه او امن یې راوست؛ نو د پوهنتون محصلین او استادان دې د هېواد په رغاونه کې ونډه واخلي او ولس ته دې غوره خدمت وکړي.