د افغانستان اسلامي امارت د ریاست
الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ښار د اریانا میډيکل کمپلکس، امیري طبي کمپلکس، کیور او فرانسویانو (FMIC) روغتونونو له یو شمېر متخصصینو او مسوولینو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د اریانا خصوصي روغتون رئيس محترم ډاکتر عبدالواحد صدیقي د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د یادو روغتونونو د وضعیت، کړنو، فعالبتونو او برنامو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
د اریانا روغتون رئيس وویل، دا روغتونونه له متخصصو ډاکترانو سره په بېلابېلو برخو کې ناروغانو ته خدمات وړاندې کوي، اما د دې باوجود په دغو روغتونونو کې د پرمخ تللو طبي وسایلو او امکاناتو د کموالي له امله د ځينو ناروغیو د درملنې امکان نشته، اما د وسایلو برابرولو سره په داخل کې د هغوی د درملنې امکان برابرېږي او د ناروغانو د مسافرت او له هیواده د پانګې د اېستلو اړتیا نه پېښېږي.
محترم صدیقي همدارنګه د اسلامي امارت له مسوولینو څخه وغوښتل چې د متخصصو ډاکترانو روزنې، د معیاري طبي وسایلو برابرولو او په افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال روغتیا د خلکو له لومړنیو اړتیاوو او د اسلامي امارت له اساسي ژمنو څخه وبلله او وې ویل، اسلامي امارت د نړۍ د ورځې په معیارونو افغانانو ته د روغتیایي خدماتو برابرولو ته ژمن دی او په دې برخه کې مسوولین هلې ځلې کوي د متخصصو او تکړه ډاکترانو د پېژندنې او استخدام ترڅنګ روغتونونو ته پرمخ تللي طبي امکانات برابروي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هیواد په روغتیایي سیستم کې د اصلاحاتو پيلولو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت د هیواد په کچه په روغتیایي سکتور کې د ستونزو حل ته مصمم دی او دا اصلاحلت له یوه روغتون پيل شوي او په تدریج سره په ټول هیواد کې نورو روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته پراخېږي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په پای کې څرګنده کړه چې په بېلابېلو برخو کې د هیواد ټول کدرونه د دې ملت او هیواد پانګه او موږ ته د قدر وړ دي او د یو بل په همغږۍ کولای شو دا هیواد اباد کړو او افغان ملت له ستوتزو څخه وژغورو.