د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر خوست ته د سفر پرمهال د یاد ولایت د جامعه مظهر العلوم نیازي مدرسې د دستار بندۍ په مراسمو کې چې پکې د امر باالمعروف، نهی المنکر او شکایت اورېدلو وزير، د اسلامي امارت يو شمېر مسؤلينو، علمای کرامو او قومي مخورو هم حضور درلود، ګډون وکړ.
محترم مولوي عبد الکبیر ټولو فارغ شويو فاضلانو ته د مبارکۍ پر مهال په ټولنه کې د دیني او عصري بنسټونو د پیاوړتیا پر ارزښت ټينګار وکړ او زیاته يې کړه، څرنګه چې پخوانیو نسلو دیني ارزښتونه ساتلي، نو اوس د نویو نسلونو مسؤلیت دی چې اسلام ته خدمت وکړي او تر نورو یې په سمه توګه ورسوي.
د محترم مولوي عبدالکبير په وینا، د علماؤ او قومي مخورو له برکته اشغال د ډېرو هڅو سربېره ونه توانید چې دین او افغاني ارزښتونو ته زیان ورسوي، همدا د افغانستان د مسلمان ولس د قربانیو پايله ده چې اوس مهال اسلامي امارت په ټول افغانستان واکمن دی.
د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، د ښوونځي او پوهنتون زدکوونکو د مدرسې د طلباؤ په څېر د بهرنیانو په ماتولو کې ونډه لرله او د دوی په منځ کې توپير نشته.
محترم مولوي عبد الکبیر د خپلو خبرو په پای کې د خوست او په ټوله کې د لویې پکتیا له قومي مخورو او علماؤ وغوښتل، د هغو مسایلو دې مخنیوي وکړي چې د ټولنیزو او قومي ستونزو سبب کیږي.
د دستار بندۍ په يادو مراسمو کې د ديني مدرسو استادانو، علمای کرامو او قومي مخورو له اسلامي امارت ملاتړ د هر افغان مسوولیت وباله. دوی دغه راز په خوست ولايت کې د دیني مدرسو د اغېزمن فعالیت لپاره د نصاب او دوامداره څار په موخه چارواکو او مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې هم وکړې.