د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت له یو شمېر مسؤلینو سره وکتل.
په پیل کې د فاریاب والي محترم داملا محمد شعیب رسالت د نورو په استازولۍ په خپلو خبرو کې د امنیتي وضعیت او د یاد ولایت د مجاهدینو په اړه خبرې وکړې وې ویل، د دې ولایت مجاهدین او مسؤلین خلکو ته د خدمت، امنیت د تامین او د دوی دهوساینې په برخه هیڅ راز هڅې نه درېغوي. دغه راز د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره په بېلابېلو برخو کې د فاریاب ولایت د ولسونو ستونزې او ننګونې پیدا او د حل لپاره یې اقدام کوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت له مسؤلینو سره پر کتنې خوښې څرګنده کړه وې ویل، اسلامي امارت خلکو او وطن ته خدمت خپله دنده او ویاړ ګڼي او د ټولو سطحو مسؤلین یې هڅه کوي چې له ولسونو سره د نرم او نېک چلند ترڅنګ د دوی کارونو او ستونزو ته هم په صحیح او احسنه توګه رسیدګي وکړي.