د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د لوګر له والي محترم مولوي ضیاء الرحمن مدني سره وکتل.
په پیل کې محترم مولوي ضیاء الرحمن مدني د لوګر ولایت د اجتماعي، اقتصاي او امنیتي وضعیت او دغه راز د سیمه ییزو ادارو د فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.
د لوګر والي وویل، د اسلامي امارت مسؤلین په یاد ولایت کې د روغتیايي او ښوونې او روزنې خدمتونو وړاندې کولو، د انکشافي پروژو عملي کولو، د مواصلاتي لارو د ترمیم او امنیت د تامین په برخو کې شپه او ورځ نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د لوګر والي ته د ښه راغلاست پر مهال په بېلابېلو برخو کې خلکو ته خدمت کول د اسلامي امارت دنده وبلله.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، مسؤلین دې په ملي او سیمه ییزه کچه د امنیت د تامین او د خلکو د هوساینې او آرامۍ لپاره هڅې وکړي او د خپل توان په اندازه دې په بېلابېلو برخو کې د دوی ستونزې حل کړي.