د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر د اسلامي امارت د يو شمېر مسؤلينو او علماؤ په ملتيا د خوست د علماؤ او قومي مخورو شورا له غړو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د شورا ګانو ارزښت ته په اشارې وویل، په هر ولایت کې د علماؤ او قومي مخورو شوراګانې د مهمو دندو په موخه رامنځ ته شوي چې د چارو د ترسره کېدو په برخه کې ورته لازم صلاحیتونه هم ورکول شوي دي.
محترم مولوي عبد الکبیر، د خوست ټولنیز او قومي جوړښت ته اشاره وکړه وې ويل، د علماؤ او قومي مخورو شورا دې د قومونو ټولنیزو او قومي ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په دې لیدنه کې یادونه وشوه چې د علماؤ شوراګانې د اسلامي امارت له رهبرۍ سره مستقیمه اړیکه لري او د ولسونو د ستونزو په حل او د مقاماتو په رهنمايي کې مهم رول لري.
د خوست د علماؤ شورا غړو یادونه وکړه، ګڼ شمېر بېړني مسایل چې په محاکمو کې له ځنډ سره مخ کېدل، په مناسبه توګه حل کړي دي.
د شورا رهبرۍ د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته ډاډ ورکړ چې د نظام ساتنې په موخه خلک هڅول شوي او په همدې اړه ورسره دوامداره غونډې کوي.