د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر خوست ته د خپل سفر په لړ کې نن د مرکز متون په ګډون د خوست د ټولو ولسوالیو له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې قومي مشرانو او علماوو د اسلامي امارت زعیم او مشران عادل کسان وبلل او ویې ویل، اسلامي امارت د عفوې له اعلان سره په افغانستان کې د وینې توییدو او د هېواد ورانېدو مخه ونیوله.
هغوی زیاته کړه، ولسونه د اسلامي امارت ملاتړي دي چې د کورني مشروعیت په مانا دی او د نظام ملاتړ ته دوام ورکوي.
دغو قومي مشرانو وړاندېز وکړ چې د لویې پکتیا د خلکو د ستونزو د حل لپاره دې د غلام خان بندر له لارې د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې او په خوست کې بنسټیزې پروژۍ عملي شي.
د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد حنفي وویل، د افغانانو د یووالي او سرښندنو په پایله کې امریکا او ناټو له افغانستان څخه واېستل شول. هغه زیاته کړه، اسلامي نظام د عدالت تامین خپل لومړیتوب ټاکلی که له هر چا سره ظلم وشي او په دې وزارت کې خپل شکایت ثبت کړي، نو په حق کې به یې عدالت تامین شي.په کابل کې ۱۲ زره د بحث وړ مسایل حل او دا لړۍ په ټول هېواد کې ادامه لري.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، له اسلامي امارت سره د خوست د قومي مشرانو او علماوو د دوامداره همکاریو مننه وکړه.
نوموړي وویل، اسلامي امارت له پخوانیو جهادي دورو سره په توپیر، د جهاد تر بریا وروسته په سیاسي برخه کې هم بریا خپله کړې او د جهاد هدف یې چې پیاوړی اسلامي نظام وو، رامنځته کړ.
محترم مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت حکومت د سیمې او قوم له پلوه ټول شموله وباله او وې ویل، پخوانیو فاسدو څېرو ته ملت د حکومت کولو اجازه نه ورکوي او نه هم اسلامي امارت ته د زغم وړ دي.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د کمزوري اقتصاد باوجود د خلکو د ملاتړ په پایله کې قوي نظام رامنځ ته کړی چې په ټولو ولسوالیو او د هېواد پر جغرافیه بشپړ حاکمیت لري او د اسلامي شریعت احکام په کې پلي کیږي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وویل، اسلامي امارت نړۍ ته د امن پیغام لري او له نړۍ غواړي چې د افغانستان په رغاونه کې ورسره همکاري او مرسته وکړي.هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د سیمې په کچه لويې پروژې پیل کړي چې بیوزلي به ورسره پای ومومي او همدارنګه حکومت هڅه کوي په اقتصادي او تحصیلي برخه کې افغانستان پر ځان بسیا او له نړۍ سره سیال کړي.
نوموړي په پای کې وویل، له اسلامي امارت سره د نړۍ اړیکي د رسمیت پيژندلو په چوکاټ کې دي او خوستوالو ته یې ډاډ ورکړ چې د دوی غوښتنو ته به هر اړخیز پام وشي.