د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر په مشرۍ، په سپیدار ماڼۍ کې غونډه وکړه.
په دې غونډه کې لومړی په کابل کې د “افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ ابتکار” ناسته چې تېره اونۍ جوړه شوې وه تر بحث لاندې ونیول شوه چې تر ارزونو وروسته دغه ناسته د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره مهمه او بریالۍ وبلل شوه.
همدارنګه د غونډې ګډونوالو په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له لوري د جوړېدونکې غونډې په اړه هم مفصل بحث وکړ.
د سیاسي کمېسیون په دې ناسته کې د افغانستان او سیمې پر وضعیت هم خبرې وشوې او له اجنډا سره سم لازم تصامیم ونیول شول.