د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کندهار له مرستیال والي محترم مولوي حیات الله مبارک او د بادغیس له مرستیال والي محترم مولوي غلام محمد احمدي او امنیه قومندان محترم مولوي عبدالستار صابر او یو شمېر مجاهدینو سره وکتل.
په پیل کې دوی د یادو ولایتونو د اجتماعي او امنیتي وضعیت او د سیمه ییزو ادارو د فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.
دوی دغه راز د اسلامي امارت د مجاهدینو زحمتونو، سرښندنو او خدمتونو په اشارې وویل، مسؤلین او مجاهدین تل په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدمت په موخه د اسلامي امارت د رهبري د هدایاتو او لارښوونې مطابق نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي ترڅو یې ستونزې پیدا او د حل په اړه یې اقدام وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ له اشغالګرو سره د مبارزې پر مهال د مجاهدینو، زحمتونه، سرښندنې، تکلیفونه او خدمتونه وستایل.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال خلکو ته خدمت، د دوی هوساینه او د امنیت تامین د افغانستان اسلامي امارت د مجاهدینو او مسؤلینو ګډ مسؤلیت وباله وې ویل، مسؤلین او مجاهدین دې هڅه وکړي چې خپل دغه مسؤلیت په لا سمه توګه ترسره او د ولسونو ستونزې او اړتیاوې تر تشخیص وروسته په مناسبه توګه حل کړي.