د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په جلا ناستو کې د شمالي ولایتونو يو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ولیدل.
په دغو ناستو کې، چې په شمالي ولایتونو کې د ديني مدرسو څو تنو مسؤولینو او د لوړو زده کړو وزارت مرستیال مولوي لطف الله خیرخواه هم حضور درلود، د اسلامي نظام په ټېنګښت، د ولسونو د ستونزو په حل او له نظام سره د ولسونو د همکاریو په پراختیا خبرې وشوې.
د شمالي ولایتونو دغو قومي مشرانو او علماوو وویل، په تېره شل کلنه دوره کې د شمال مجاهدینو په سختو شرایطو کې د اشغال پر وړاندې مبارزه وکړه او مدرسې يې د راټولېدو او مبارزې لومړۍ کرښه وه.
يادو قومي مشرانو او علماوو د سرتاسري امنیت پر ټینګښت، د قدرت د ولایتي او سیمه ییزو جزایرو په ختمولو او د اسلامي احکامو په تطبیق خوښي وښوده او له اسلامي امارت سره یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
دوی همداراز پخپلو ولایتونو او سیمو کې د پوهنې، روغتیا، سړک جوړولو او ځوانانو ته د کارموندنې په برخو کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د اشغال پر وړاندې د ټولو هیوادوالو په ځانګړي ډول د شمالي ولایتونو د اوسېدونکو هڅې او قربانۍ ارزښتمنې وبللې وې ویل، د جهاد په بریا کې د افغانستان د ټولو قومونو او سیمو اوسېدونکو قدر وړ ونډه لرله.
هغه وویل، اوسنی نظام د افغان ملت د قربانیو او سرښندنو پایله او د شهیدانو ارمان دی، چې باید په سم ډول يې ساتنه وشي.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي نظام د هیواد ابادۍ، اقتصادي پياوړتیا او په ولایتونو کې د بنسټيزو پروژو عملي کولو ته ملا تړلې چې په تطبیق سره به یې د خلکو ګڼې ستونزې راکمې شي.