د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په بېلابېلو ناستو کې د څو ولایتونو له یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او مجاهدینو سره ولیدل.
په دې ناستو کې د ننګرهار، بادغیس، زابل او د کابل د پغمان ولسوالۍ قومي مشرانو او علماوو له اسلامي امارت سره د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، له اوږدو مبارزو وروسته افغانان د اسلامي نظام څښتنان شوي دي.
یادو علماوو او قومي مشرانو وویل، د اسلامي امارت له بریا وروسته ولسونه سره منسجم شوي، نفاق خورول ختم شوی او په سیمه ییزه همکارۍ کې مثبت تحولات رامنځته شوي دي.
هغوی ،دغه راز د خپلو ولایاتو او سیمو ستونزې او وړاندیزونو هم د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د کابل د پغمان ولسوالۍ علماوو او مخورو چې د یادې ولسوالۍ د ګذر وکیلانو هم په کې برخه لرله، د کابل په شاو خوا برخو کې د وروستیو پرمختګونو په یادولو سره وویل، په پغمان کې ولسونه له حکومت او مسؤولینو رضایت لري.
د ننګرهار، بادغیس، زابل او د کابل د پغمان ولسوالۍ قومي مشرانو او علماوو په خپلو سیمو کې د بندونو، سړکونو رغاولو، روغتیا او پوهنې په برخو کې د بنسټیزو پروژو د پلي کولو غوښتنه هم وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر راغلو علماوو او قومي مشرانو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، د حکومت دروازې د ولسونو پر مخ پرانستي دي او دا یې د علماوو مسؤولیت وګاڼه چې مسؤولین خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کړي.
هغه وویل، اسلامي امارت د خلکو او ولسونو په همکارۍ رامنځته شوی دی، د دې نظام تر چتر لاندې ټول افغانان د ارامۍ ژوند کوي او مسؤولین کوښښ کوي چې د خلکو ستونزې په وخت سره حل شي.
نوموړي زیاته کړه، اړونده ادارو ته به د یادو قومي مشرانو د ستونزو د حل هدایت وکړي او له خلکو یې وغوښتل چې د هرې سیمې خلک دې خپلې ستونزې او وړاندیزونه تر مقاماتو ورسوي.