د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي ښاغلي فریدون سینزر اوغلو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.
په پیل کې ښاغلي اوغلو د اسلامي امارت له مقاماتو څخه مننه وکړه چې د ماموریت پر مهال یې ورسره مرسته کړې ده. هغه وویل، غواړي، د افغانستان او نړۍ ترمنځ اړیکي پراختیا ومومي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي، د اسلامی امارت لخوا د سیمه ییزو همکاریو کنفرانس جوړولو نوښت وستایه او زیاته یې کړه، دغه ډول ناستې د افغانستان لپاره خورا مهمې دي.
نوموړي خوشبیني وښوده چې د امریکا او اروپايي هېوادونو په ګډون نړیواله ټولنه لېواله ده چې له اسلامي امارت سره اړیکي پیل او ورسره همکاري وکړي.
ښاغلي فریدون سینزر اوغلو وویل، ځينې نړیوال قوانین او کنوانسیونونه شته چې باید اسلامي امارت ورته ژمن و اوسي. افغانستان د سیمې او نړۍ لپاره مهم دی، ځکه د افغانستان ثبات د سیمې د امن او ثبات په معنی دی.
نوموړي څرګنده کړه، د دوحې په راتلونکې ناسته کې به د افغانستان په اړه ښې پرېکړې وشي او له دې کنفرانس وروسته به له افغانستان سره د نړۍ په اړیکو کې مثبت تغییرات راشي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي وویل، هيڅوک د افغانستان اسلامي امارت د نسکورېدو په هڅه کې نه دي، بلکې ټول غواړي چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره وصل شي.
ښاغلي اوغلو د افغانستان اقتصادي او ټولنیز پرمختګونه وستایل او زياته يې کړه، سره له دې چې په افغانستان کې سرتاسري امنیت تامین دی، خو اړتیا ده چې د اقتصادي پیاوړتیا او ثبات لپاره لا ډېر کار وشي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي وویل، نړیوال بانک به په نېږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه غونډه ولري، چې د افغانستان د بانکي سکتور د ودې، د تعزیراتو د ختمېدو او په افغانستان کې د نړیوال بانک د نیمګړو پروژو پر بیا پیلولو به پکې بحث او خبرې وشي.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي څخه د مننې ترڅنګ وویل، اسلامي امارت د نوموړي د راپور زياتې برخې تائیدوي، خو له یوې برخې سره یې چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي غوښتنه کوي موافق ندی.
محترم مولوي عبدالکبير څرګنده کړه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما په شتون کې د سولې د نوي استازي ټاکلو ته اړتیا نه ویني.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زياته کړه، اسلامي امارت هم غواړي له نړۍ سره ښه مناسبات ولري، دغه راز يې د دوحې په راتلونکې ناسته کې د اسلامي امارت د استازو د ګډون په اړه هم بحثونه پيل کړي دي.
محترم مولوي عبدالکبير د خپلو خبرو په پای کې وویل، دوی د نړیوال بانک له لوري په افغانستان کې د نیمګړو پروژو د بیا پیلېدو هرکلی کوي او هيله لري چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې دې د افغانستان د بیارغاونې، بشري مرستو او پر بانکي سیستم د تعزیراتو لرې کولو برخو کې اغېزمن ګامونه واخیستل شي.