د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس ولایت له یو شمېر سپین ږیرو او مشرانو سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې راغلو مشرانو او سپین ږیرو د بادغیس ولایت د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو په هکله خبرې وکړې او په هیواد کې یې د اسلامي امارت پر استقرار او د سرتاسري سولې او ثبات پر ټینګښت خوښي څرګنده کړه.
دوی زیاته کړه، د بادغیس ولسونو له کلونو درد او غم، ناامنیو او بې ثباتۍ راوروسته اوس په امنیت او هوساینه کې ژوند کوي چې له شک پرته دا چاره د اسلامي امارت د مجاهدینو او مسؤلینو د زحمتونو او هڅو پایله ده.
راغلو مشرانو زیاته کړه، د بادغیس علماؤ او مجاهدینو په هیواد کې د اسلامي نظام د استقرار او د وطن د ازادۍ لپاره زیاتې قربانۍ ګاللي او په راتلونکي کې یې هم د ملاتړ لپاره هر ډول سرښندنو ته حاضر دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس مشرانو او سپین ږیرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د وطن د ازادۍ او اسلامي نظام د استقرار په برخه کې د دوی سرښندنې او قربانۍ وستایلې.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، دا نظام د دې خاورې د علماؤ او مجاهدینو د بې شمېره قربانیو او سرښندنو پایله ده چې د افغانستان په ټول مسلمان ولس پورې اړه لري او ملاتړ یې هم د هر وګړي اسلامي او ملي وجیبه ده.