د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په هېواد کې د مېشتو عرب قوم له یو شمېر قومي مشرانو، مخورو او علمای کرامو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې چې په سپېدار ماڼې کې ترسره شوه، په پیل کې د عرب قوم مشرانو او علماوو په خپلو خبرو کې وویل، د دوی ولسونه د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې مېشت دي او ټول په یو خوله یو ځل بیا له اسلامي نظام څخه خپل ملاتړ په ډاګه کوي.
د دوی په وینا، اسلامي امارت د افغانستان د ټولو ورونو قومونو د قربانیو او د مجاهدینو د سرښندنو نتیجه ده چې ساتنه او ملاتړ یې د ټول افغان او مسلمان ملت مکلفیت او مسؤلیت دی.
دغو مشرانو څرګنده کړه، د اسلامي نظام په راتګ سره د افغانستان ټول قومونه د ورونو په څېر ژوند کوي، د هیچا حق نه پایمالېږي او اسلامي امارت ټول اقوام پر ځان را ټول کړي دي. دغه راز په ټول هیواد کې د اقوامو پر وړاندې دوه ګونی چلند پای ته رسېدلی او خوشاله دي چې په اداراتو کې یې غږ اورېدل کېږي او مقامات ورسره مسؤولانه چلند کوي.
د عرب قوم مشرانو او علماوو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خپل قوم ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک او د اسلامي امارت په جوړښتونو کې یې د خپلو کادرونو د استخدام غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د عرب قوم له مخورو او علماوو سره پر لیدنې خوښي څرګنده کړه وې ویل، خوشاله دی چې د افغانستان ولسونه له داسې نظام ملاتړ کوي چې تګلاره یې د اسلامي شریعت نافذول او د افغانستان کړیدلي ولس ته خدمت کول دي.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، له پنځو لسیزو را وروسته افغانانو د ارام ساه اخیستې او اړتیا ده چې ملت او امارت په ګډه د هېواد د ابادۍ، سوکالۍ او پياوړتیا لپاره کار وکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په خپلو خبرو کې دولتي موقف امتیاز نه، بلکې د ولسونو د خدمت کولو فرصت وباله وې ویل، ټول مسؤولین په دې مکلف شوي چې د خپلو امکاناتو په محدوده کې د ولسونو غږ واوري او د ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، په اسلامي نظام کې ټول اقوام او وګړي یو شان حق لري، د افغانستان د اساسي پرمختګ لپاره اسلامي امارت پر سترو پروژو او د بنسټونو په رغولو کار پیل کړی دی.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې راغلو مشرانو او علمای کرامو ته ډاډ ورکړ چې پر ستونزو به یې غور وشي او اړوندو مسؤولینو ته به یې د حل په اړه لازمې لارښوونې وکړي.