د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ښاروالۍ تخنيکي مرستيال محترم انجنیر عامر ياسر سره وکتل.
په پيل کې محترم انجنیر عامر ياسر د کابل ښاروالۍ د فعاليتونو، کړنو او برنامو په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
د کابل ښاروالۍ تخنيکي مرستيال زياته کړه، د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته دغه اداره توانېدلې پخپلې داخلي بودجې د کابل ښار په مختلفو نقطو کې زياتې انکشافي پروژې پيل او تطبيق کړي او د راتلونکي کال لپاره هم په پام کې لري، چې د کابل ښار د ابادۍ، ښکلي کولو او سرسبزۍ لپاره ډېرې پروژې پلې کړي.
محترم ياسر همداراز وويل، د کابل ښاروالۍ مسؤولين او پرسونل د کابل ښار د ابادۍ، تنظيم، ښکلي کولو او سرسبزي لپاره شپه او ورځ هڅه کوي.
په مقابل کې، د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ښاروالۍ تخنيکي مرستيال ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نظم، تنظيف او انکشافي پروژو لپاره د يادې ادارې فعاليتونه او کړنې وستايلې.
د رياست الوزرا اداري مرستيال څرګنده کړه، په کابل ښار کې د لويو پروژو تطبيقول ښيي چې که چېرې د پراختیا او پرمختګ لپاره اراده موجوده وي په داخلي بودجه او ځواک هم ابادي او پراختیا کېدای شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز زياته کړه، کابل د افغانستان پلازمېنه او يو لوی ښار دی او د ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو مسؤولين دې د هغه د سرسبزي، نظم او ابادۍ لپاره تر خپلې وسې هڅه وکړي.