د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال:
ګاونډیان او نړیوال باید مطمئن وي چې له افغانستان څخه چاته ګواښ نه پېښېږي
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په ننګرهار کې د قومي مشرانو او علماوو په ستره ولسي ناسته کې ګډون او وینا وکړه.
په دې ناسته کې، د ننګرهار د بېلابېلو ولسوالیو قومي مشرانو، علماوو، د صنعت او سوداګریزو خونو مشرانو، غړو او ځوانانو ګډون کړی و او اسلامي امارت ته یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
په پیل کې د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته یې د ننګرهار د امنیتي او ټولنیز وضعیت په اړه معلومات ورکړل.
دې غونډې ته د ننګرهار د علماوو شورا رئیس شیخ حضرت جان په خپلو خبرو کې وویل، د اسلامي نظام غوره ځانګړنه دا ده چې د خپلو ولسونو له حاله ځان خبر کړي او ننګرهار ته د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال او نورو مسؤولینو سفر او له ولسونو سره یې لیدنه د اسلامي نظام غوره ځانګړنه ده.
نوموړي غوښتنه وکړه، چې د نظام په اډانه کې د ننګرهار ولایت د مجاهدینو او کادرونو ځای پر ځای کېدو ته دې پاملرنه وشي.
د کابل ـ جلال اباد د دویم سړک رغول، د جلال اباد – تورخم د لویې لارې تکمیلېدل او په ولسوالیو کې د روغتیا، پوهنې او سړک رغولو په برخو کې د پروژو پلي کول د ننګرهار د قومي مشرانو او علماوو غوښتنې وې، چې د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره یې شریکې کړې.
هغوی دغه راز په تورخم کې د ناروغانو او مسافرو لپاره د اسانتیاوو برابرولو غوښتنې ترڅنګ د ننګرهار د صنعتي پارک د ستونزو د حل غوښتنه هم وکړه.
همداراز د ننګرهار د سوداګریزې خونې مشر حاجي ګل مراد عرب په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل غوښتنه وکړه وې ویل، د سوداګرو او ناروغانو لپاره دې د پاکستان د ویزو اسانتیاوې رامنځته شي.
ورپسې د شینوارو قومي مشر حاجي ظاهرالله د شینوارو او مومندو ځوانانو لپاره د لوړو زده کړو د اسانتیاوو رامنځته کېدو ړاندیز وکړ وې ویل، د ننګرهار ښار پراختیا ته دې توجه وشي.
د حصارک قومي مشر حاجي ګل الرحمن او د پشه يي قوم په استازولۍ مولوي محمد حلیم هم خبرې وکړې او نظام ته یې د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د ننګرهار له قومي مشرانو او مخورو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د ننګرهار ولسونه هماغه ډول چې د علم او ادب په برخه کې پرمختګونه لري، د افغانستان د ازادۍ او د اشغال د خاتمې په دواړو دورو کې یې فعاله ونډه اخیستې او ډېرې قربانۍ یې ورکړې دي.
نوموړي وویل، پر افغانستان د اسلامي نظام حاکمیت د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ننګرهار د مجاهدو ولسونو ارمان و او د دې نظام ساتل هم د ټولو افغانانو مسؤولیت دی، هیچاته د اسلامي نظام پر وړاندې د بغاوت اجازه مه ورکوئ.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت له ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول له ګاونډیانو سره ښې اړیکي غواړي او اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي.
هغه زیاته کړه، ګاونډیان او نړیوال باید مطمئن واؤسي، چې اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرنی سیاست پر مخ وړي او له هیچا سره د منازعې رامنځته کېدل نه غواړي، بلکې غواړي له نړیوالې ټولنې سره مثبت تعامل ولري.
هغه د دوحې راتلونکې ناستې ته په اشارې وویل، دغه ناسته له اسلامي امارت سره د نړۍ د تعامل د پراخېدو په موخه جوړېږي.
محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار قومي مشرانو او علماوو ته په وینا کې وویل، د هغوی په وړاندیزونو به غور وشي، په ختیځو ولایتونو کې به پراختیايي پروژې پلې شي او د هیواد رغونه او د بنسټونو جوړول د اسلامي امارت لومړیتوبونه دي.
هغه وویل، داسې یو نظام به په نړۍ کې تر سترګو نشي، چې له امیره تر وزیر او بیا د نظام تر عادي مامور پورې ټول په دیني پوهې او علم سمبال وي، له همدې امله د ولسونو خدمت او د خدای تعالی رضا د مسؤولینو د کار اساس جوړوي.