د افغانستان اسلامي امارت د ریاست
الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د (ای ها ها)خیریه موسسې استازي محترم عبدالله آلتای او مل پلاوي سره وکتل.
په پيل کې محترم عبدالله التای د نورو په استازیتوب د یادې خیریه موسسې د کړنو، فعالیتونو او برنامو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
محترم التای زیاته کړه، (ای ها ها) خیریه موسسې تراوسه پورې د مرستو رسولو او خیریه کارونو په برخه کې موثر او پام وړ اقدامات کړي او په راتلونکي کې به هم خپلو خیریه فعالیتونو ته ادامه او پراختیا ورکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له محترم عبدالله التای سره د کتنې د هرکلي ترڅنګ په افغانستان کې د مرستې رسولو او خیریه کارونو په برخه کې د (ای ها ها ) خیریه موسسې کړنې او فعالیتونه موثر وبلل او له دې امله یې مننه او قدرداني وکړه.