د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر او ورسره پلاوي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کې په تورخم کې د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره له جوړ شوي عمري کمپ، دتورخم له کمیساري اوښارګوټي څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې لومړی د تورخم کمیسار مولوي عبدالجبار او د عمري کمپ مشر مولوي محمدهاشم میوندوال دګډې کرښې د امنیت ، له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو، تیاریو ، د تورخم ښارګوټي، د تګ راتګ او عمري کمپ په اړه او د تورخم ښاروال مولوي حاجي شبیر، د تورخم د ګمرک آمر قاري رفیع الله او د تورخم د ترانسپورت آمر مولوي محمد نور حبیبي د خپلو فعالیتونو، شته ستونزو او لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل.
هغوی وویل، له پاکستانه د افغان کډوالو له اېستلو سره په دې کمپ کې د کډوالو فشار خورا ډېر وو، خو د ځایي اوسېدونکو، بهر مېشتو هېوادوالو، سوداګرو او نړیوالو مؤسساتو په مرسته یې د افغان کډوالو ښه پالنه کړې او ټولې اسانتیاوې یې ورته برابرې کړي دي.
یادو مسؤولینو وویل، اوس هم د افغان کډوالو راستنېدل دوام لري چې په عمري کمپ کې یې تثبیت، بایومیټریک او راجستر کېږي او له هغې وروسته د منظمې تګلارې له مخې ورسره مرستې کېږي او خپلو سیمو ته لېږل کېږي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، له راستنېدونکو افغان کډوالو څخه د عمري کمپ د کوربتوب او له راستنېدونکو افغانانو سره د بېړنیو مرستو له امله له ټولو هېوادوالو، سوداګرو او نړیوالو ادارو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې له راستنېدونکو افغانانو سره به د اسلامي امارت او هېوادوالو مرستې او ملاتړ دوام ولري.
نوموړي وویل، سره له دې چې په اجباري ډول د افغانانو اخراجول د ټولو نړیوالو اصولو خلاف دي خو هېواد ته د افغانانو په راتګ خوشحاله دی او اسلامي امارت کوښښ کوي چې د ټولو افغانانو لپاره هېواد ته په داوطلبانه ډول د راګرځېدو زمینه برابره کړي.
هغه له ټولو مسؤلو ادارو، شتمنو افغانانو، شرکتونو او سوداګرو څخه وغوښتل، چې د راستنېدونکو افغانانو لپاره د کار په موندنه کې همکاري وکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د تورخم له کمیساري اوښارګوټي څخه د لیدنې پر مهال اړونده مسؤولینو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې په تورخم کې شته ستونزې به جدي تعقیب او کوښښ به وشي چې مسافرو او ناروغانو ته لازم سهولتونه برابر شي.