د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر لغمان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي او ټولو ولایتي رئيسانو او مسؤولینو سره ولیدل.
په دې ليدنه کې لومړی د لغمان والي قاری ذین العابدین د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته د لغمان د وضعیت، د ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ په اړه معلومات ورکړل وې ویل، ولایتي اداره په منظم او منسجم ډول د لغمان د خلکو لپاره خدمت کوي.
هغوی وویل، له ولسونو سره په مختلفو برخو کې همکاري او همغږي رامنځته شوې او د لغمان ولسونه له اسلامي امارت سره همکار دي.
د لغمان والي،د دې ولایت امنیتي وضعیت ډاډ من وباله او زياته يي کړه، د لغمان سوله خوښي ولسونه هیچا ته د مخالفت او بغاوت اجازه نه ورکوي.
د لغمان ولایت رهبري په دې ولایت کې د ادارو پر وړاندې شته ستونزې هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې او د چارو د بهبود لپاره یې خپل وړاندیزونه ارایه کړل.
وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر د لغمان له ولایتي ادارې څخه مننه وکړه او وې ویل، د خلکو رضایت او د هغوی د ستونزو ختمول باید لومړیتوب اوسي او په هره کچه دې مسؤولین له ولسونو سره همغږي پیاوړې کړي.
نوموړي د لغمان ولایت کرنیز او اقتصادي ارزښت ته په کتو وویل، د راتلونکي کال په بودیجه کې به د لغمان لپاره ګڼې پروژې په نظر کې ونیول شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل، د لغمان شاهي کانال ته ځانګړې توجه شته چې د جوړېدو چارې به یې له تخنیکي ارزونو وروسته پيل شي.