د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر لغمان ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د دې ولایت د قومي مشرانو، علماوو او مسؤولینو په يوه لویه غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې غونډه کې چې د لغمان ولایتي ادارې مسؤولینو هم برخه درلوده، د لغمان والي قاری ذین العابدین عابد د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د لغمان د امنیتي او ټولنیز وضعیت په اړه یې معلومات ورکړل. هغه وویل، د لغمان په کچه د ادارو او ولسونو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې، ولسونه له اسلامي امارت سره همکار دي او دوی د خلکو د ستونزو حل په لومړیتوب کې نیولی دی.
د لغمان د علماوو شورا رئیس مفتي محمد سلیم حقاني په خپله وینا کې، د نظام او ولس تر منځ همغږي مهمه وبلله او زیاته یې کړه، موږ په تېر کې پیاوړو امپراطوريو ته ماته ورکړې او اوس د هېواد د رغولو او اقتصادي پیاوړتیا وخت دی.
نوموړي زياته کړه، د افغانستان دښمنان هغه ازمایل شوې څېرې دي چې د افغانانو د دین، هېواد او پرمختګ مخالفین دي، ولس به هیڅکله بیا په هغوی دوکه نشي. مفتي محمد سلیم حقاني څرګنده کړه، باید د ولسونو د اوښکو پاکولو او د وطن د آبادۍ لپاره کار وشي.
په دې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت معین شیخ زر محمد حقاني وویل، په سپېڅلي جهاد کې ټولو افغانانو ونډه درلوده او د اوسني اسلامي نظام خدمات هم له توپير پرته د ټولو ولسونو لپاره دي.
همدارنګه په یاده غونډه کې د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایاتو اورېدو وزارت مسلکي مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي وویل، د ولس په همکارۍ اشغال ختم او اسلامي نظام حاکم شو او اوس هم د اسلامي نظام کلک ملاتړ کوي، ولسونه باید چاته د بغاوت او مخالفت اجازه ورنکړي.
هغه وویل: د امیرالمؤمنین د فرمان په اساس، خوېندو ته میراث ورکړئ، په بدو کې يې مه ورکوئ، ولور مه اخلئ، په ښځو شاقه کارونه مه کوئ، امید دی چې تاسې د دې فرمان په تطبیق کې همکاري وکړئ.
د لغمان د ولسونو او قومونو په استازولۍ مولوي عبدالحمید هاشمي وویل، د خوشحالۍ ځای دی چې د اسلامي نظام له برکته اوس ټول هېواد امن دی، فساد له منځه تللی، جنايي پېښې کمې شوي، د هر چا حقوق تأمین او ولسونه په خپلو چارو بوخت دي. د هغه په خبره هیڅکله به هم د لغمان ولسونه له دې نعمت څخه ناشکره نشي.
ده په لغمان کې د بندونو، عمومي او فرعي سړکونو، د ښوونځيو د ودانیو رغولو، روغتیايي او انکشافي پروژو د پلي کولو او په لغمان پوهنتون کې د پوهنځیو او د لغمان د اداري واحدونو د پراختیا غوښتنه هم وکړه.
د يادې غونډې ګډونوالو ته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر وویل، د خوښۍ ځای دی چې نن د جهاد د شهیدانو ارمانونه پوره شوي، اسلامي امارت عمومي عفوه کړې، څوک چې له دې عفوې استفاده کوي، زموږ افغانان ورونه دي، نه ورته پېغور ورکوو، نه اخطار ورکوو او نه ورته د زیان رسولو اراده لرو.
هغه، پر هغو افغانانو چې د پردیو د لمسون او پروپاګنډ په پایله کې له هېواده وتلي غږ وکړ چې هېواد ته را وګرځي او په خپل کور کې د ارامۍ او عزت ژوند غوره کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر څرګنده کړه، اسلامي امارت لکه څنګه چې په افغانستان د امن او ثبات د ټینګښت لپاره کار کوي د سیمې او نړۍ لپاره هم د امن غوښتونکی دی.
نوموړي وویل، لکه څنګه چې اسلامي امارت په سیاسي ډګر کې ښه ځليږي همداسې به په اقتصادي میدان کې هم ځليږي او ژمنه یې وکړه، چې په لغمان کې به د پراختیایي چارو په برخه کې ځانګړې پروژې عملي شي. هغه وویل، د سترو او کوچنیو بندونو او سړکونو رغول او د روغتیايي چارو ترسره کول به په لغمان کې د پراختیايي چارو په سر کې ځای ولري.
محترم مولوي عبد الکبیر زیاته کړه، په لغمان کې به د شاړو ځمکو او ځنګلونو د ابادولو په برخه کې هم کار وشي، د لغمان ځوانانو ته به کارموندنه وشي او د لغمان حاصلاتو ته به بازاریابي وشي.
د رياست الوزراء سیاسي مرستیال، د دوحې غونډې ته په اشارې وویل، دغه ناسته به د نړۍ او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا لامل شي. نوموړي په صراحت وويل، د افغانستان رښتینی وارث اسلامي امارت دی چې د ولسونو په همکارۍ به یې له ستونزو څخه را وباسي.